جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهشپږ ډوډۍ | اسدالله بلهار جلالزی

شپږ ډوډۍ | اسدالله بلهار جلالزی

د مني سړې سیلۍ چلیده اود ونو ژیړې پاڼي يي له لښتو او ښاخونو څخه راجلا کولې. سلګۍ د دوو پښو په سر ناسته او شنه څادرۍ لاندې يي خپله وړوکي لورکۍ ورسره پټه کړي وه. هغه يي په ټټر پورې ټینګه ونیوه، په داوړو غامبورو يي ښکل کړه. بیا يي شاو خواته وکتل، په واټ کې اوس نو د خلکو او موټروګڼه ګوڼه کمه شوي وه . دې تر شونډو لاندې ورو له ځانه سره يي وویل: نور نو مازیګر دی. ښه به وي چې درۍ  یا څلورډوډۍ را سره واخلم. او کورته ولاړه شم، هسي نه چې لورکۍ مې ناجوړه شي. له دې سره يي لور په ځمکه کینوله، سپیره او زړه څادرۍ يي په سر سمه کړه. په موټ کې پيسي يي وګڼلي. یو، دوه ، درۍ څلور، پینځه دا يي پینځوس، بیا يي له جیبه هم د ټولې ورځي ټولې کړي پیسې را ویاستي، په میدان يي ورته واچولې، بیا يي له ځانه سره وویل: یو، دوه ، درۍ، څلور، دا يي څلویښت. وروسته يي د پنځو او دوو افغانیو سیکې هم وشمیرلې، هغه هم دریرش افغانۍ شوې. په شونډو يي د خوښۍ موسکا و ځغلیده. نن يي پوره یو سل او شل روپۍ ټولې کړې وې.  بیا یی په شونډو کې وویل: شپږ شلي  له دې سره لور يي له ځمکې ور پورته کړه. یو ځل بیا يي ښکل کړه. د نجلۍ ښکلي توري سترګې د مازیګري لمر تتو وړانګو ته وځلیدې. لمر د لویدیځ غرونو په څوکو غوړیدلو وریځو کې ژیړې او سرې بخوني لیکې  جوړې کړي وي. هالته له وړاندې یو ځوان د دوئ په لوري را روان و، ځوان چې ویښتان يي یوې اوبلې خواته اړولي و. د سلګۍ خواته په را رسیدو سره  په خپل لاس کې نیولی نوټ د هغې د څادرۍ په څنډه کیښود او په خپله مخه ولاړ. سلګۍ په ځیر ورته وکتل. تر ننه پورې يي د داسې پیسو نوټ نه و لیدلی. اک حیرانه شوه. په ځوان پسي يي وکتل هغه وړاندې تللی و. له خپله ځایه مخامخ نانوايي ته ورغله. هماغه پیسې يي نانوای ته ونیوي او شپږډودۍ يي ترې وغوښتې. نانوای ورته وویل: خورې! افغانۍ …افغانۍ در سره نشته؟

ـ ولي دا نه چلیږي.؟

ـ چلیږي خو… نور يي څه ونه ویل او په پلاستیکې کڅوړه کې يې ورته ډوډۍ واچولي. سلګې هڅه وکړه روانه شي. خو له شا يي یو غږ واوریده. خورې! ودریږه پاته پیسې دې واخله …پوره څوارلس سوه دي ويي ګڼه!

سلګۍ نه پوهیده. په ټیټ غږ يي ورته وویل: ـ وروره زما لوټ دومره روپۍ ولي شو.

ـ خورې دا خو د ډالرو شل ګون و.

ـ ډالر يي لا څه بلا دی.

له خوښۍ يي په سترګو کې اوښکې را روانې شوې. د قصابۍ دکان ته يي منډه کړه. نیمه کیلو غوښه اوبیا يي له بل دکانه لږ چای، بوره، مالګه، ترخه،  یوه څه غوړي، یو درجن اورلګیت او یو پاکټ شیرنې هم ورسره واخیستل. په بیړه بیړه د کور په لور روانه شوه. 

په کوټه کې تیاره وه. میړه يي په خیرنه بستره کې اوږد غځیدلی و. او په کور کې پاته دوه لوڼې يي هم چې د څلورو او دریو کالونو په عمر وي. د کوټې دغولې په منځ کې ویدې وي. سلګۍ په ډیر احتیاط څراغ بل کړ. د څراغ رڼا د سړي سترګې وبریښولي. بیا يي وویل: راغلئ؟

ـ هو، سړیه څنګه يي؟

ـ ښه یم… خو ولا که به مې خونده هم وي. په دغه وخت کې يي په سترګو کې اوښکې را ډنډ شوې. په نیولي اواز يي وویل کاشکې مې پښو… سلګۍ يي خبرې ورپرې کړي او زیاته کړه.

ـ الله مهربانه  دی ښه کیږي. ولي وارخطا يي!

ـ نه یم وارخطا، خو ډوډۍ ته دې پیسې پیدا کړي؟

ـ هو سړیه…  خدای تعالی نن یو سړی را باندې مهربانه شو. یو لوټ( نوټ) يي راکړ. چې هم پرې پوره شپږ ډوډۍ وشوه، هم مې لږ غوښه راوړه او یوڅه سودا مې هم واخیسته. دا نوڅنګه لوُټ و؟… نانوای خو ویل د ډالرو وو.

ـ ښه ښه نو نن به غوښه خورو!… او په مړه خیټه به ویده کیږو. 

پای ـ د غزني ښار ملا مشک عالم واټ

3 COMMENTS

  1. سلامونه!
    پر قصه به خامخا زیاته خواري کښل شوې وي کوم چې مارنګه لوستونکی یې ممکن اټکل ونه شي کولیلیکن لیکنه یوڅه کاواکه ایسي:

    جزیات خورا زیات ور ګډ شوي دي، سړی یې داسي انګیرلی شي چې له لیکونکي یې لیکنې سر اخیستی دی….. یا لکه په لوی لاس چې اوږده شوې وي.

    یو، دوه، درې، څلور … چې په لیکنه کې تکرار راغلي، لوستونکی یې څه ډول تعبیر کړي؟

    د ډالر له یادولو او مهم ارزولو څخه لوستونکي ته مو څه رنګ پیغام ورکول منظور دي؟

    دا خبره خو اوس له هیچا پټه نه ده چې افغانستان فقیر هیواد دی، په ښارونو او کلیو کې یې د بې وزلو شمیر په لکونو دی ناخوالي کمې نه دي، ((ښه نو نن به غوښه خورو)) کیسه لیکونکی و لو ستونکو ته څه پیغام استوي؟

    ما وارو عادي لوستونکی يې ممکن داسي و انګیری چې که د ډالرو نوټونه را باندي بند شول نور نو ښه ورځ نه شو لیدلی یا هم بې له ډالره ژوند ممک نه دي او ….

    د توضیح په هیله

    والسلام

  2. مننه مننه مننه له ګران ورور ستومان څخه
    چې زما په دې کیسه يي راته یو څه ولیکل چې په لیکنه او نیوکه يي په لیمو. زه ستا لیکنه له درناوی سره درسره منم/ لکه په کیسه کې د ځینو کلمو تکرار یو، دوه، درې، څلور او… خو خپلې خبرې به هم درسره شریکې کړم. دا رښتیا هم جوته ده چې ګران هیواد یو بیوزله او فقیر هیواد دی. خو په دې څو کلونو کې په میلیاردونه ډالر دي هیواد ته راغلل، چې د څو کسانو ژوند ورسره بدلون وموند. آن چې دا را اوریدلي ډالر همدې څو کسانو بیرته بهر ته هم ورسول او هالته يي پرې پانګه ونه وکړه. خو زموږ بیوزله هیوادوال يي لا هم لوټ (نوټ) نه پیژني. دوهمه خبره دا چې نن به غوښه خورو. په کې مقصد دادی چې د کورنۍ له غړو سره داسې تصور شته چې هغوئ ډالر لري. نو غوښي خوري او په کنایه کې ډالر والو ته دا پیغام رسوي. چې تاسو هره ورځ ښه خوراکونه کوئ. داسې هم نه ده چې که ډالر نه ول نو ژوند به نه وي. خو دلته ډالروالو یا شتمنو ته دا پیغام رسول کیږي، چې له بیوزله هیوادوالو په تیره بیا د معلولانو سره مرستي ونه سپموي. په کیسه کې د کورنۍ نارینه په دواړو پښو شل دی.
    په پای کې مو بیا هم درناوی کوم. چې زما پام مو دې خبرې ته را وګرځاوه چې په راتلونکي کې به لیکنه ، روڼه، ساده او داسې لیکم چې بیا توضیح ته اړتیا پیدا نشي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب