شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهمالیزیا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

مالیزیا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

تاند (یکشنبه د عقرب ۱۱) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.

د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې  د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوالې ټولنې افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام غندلی او د اسلامي شریعت ضد او ناروا بللې ده.

یادې اسلامي ټولنې له افغان دولته د یو لیک له لارې غوښتنه کړې چې د افغانستان ناورین ته باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.

له دې مخکې د افغانستان او بنګله دېش دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه او د جګړې له ښکیلو خواوو یې غوښتي و، چې په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي او جګړه پای ته ورسوي.

دغو دیني عالمانو په قطر کې د بین الافغاني مذارکراتو ملاتړ وکړ او په افغانستان کې یې د بې ګناه مسلمانانو په نه وژل کېدو ټينګار کړی دی.

د دوی په خبره چې دا جګړه د قدرت او څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره روانه ده، چې هېڅ شرعي جواز نه لري او پر دواړو لوریو یې غږ وکړ چې د خپلو ګټو لپاره دې عام وګړي نه وژني بلکې سوله دې وکړي.

د امریکا او طالبانو له موافقې او د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته د ډېرو افغانانو د تمې خلاف جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې اوس هم د هېواد له شلو په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي، چې هره ورځ په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

3 COMMENTS

  1. که الله ج یو بل پيغمبر هم رولږې فقط د طالب لپاره نو بیا به وای چی دا پیغمبر د امریکا په تړون نه وو. خدای ته وګوری طالب له دین څخه ډیر لری او د اسلام نه پیژني صرف ای ایس ای او اف بی ای پیژنی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب