جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد کندوز ولایت د مقام په انګړ کې چاودنه شوې

د کندوز ولایت د مقام په انګړ کې چاودنه شوې

دا خبر بیا بیا تازه کېږي

د کندوز د حوزوي روغتون مسوولان وایي، د کندوز ولایت په مقام کې د چاودنې له امله د والي څلور ساتونکي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۱) راپورونه وايي چې د کندوز ولایت د مقام په انګړ کې چاودنه شوې ده او نامعلوم شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندوز ولایتي ادارې تراوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي او احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

لومړني راپورونه وايي چې چاودنه ماښام مهال وشوه او ورپسې د کندوز ولایت انترنیټ او مخابراتي شبکې پرچاو شوې.

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې شاوخوا ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دې سرچینې وویل چې لا هم څوک نه پوهېږي چې چاودنه د اېښودل شوي بم په نتیجه کې وه او که انتحاري.

د دولت وسله والو مخالفانو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب