جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد دفاع وزارت: په هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې د...

د دفاع وزارت: په هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې د ۵۰ کسیزې ډلې قومندان ووژل شو

تاند (یکشنبه د عقرب ۱۱) د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان، عبدالرحمن له خپلو ۷ نورو ملګرو سره یو ځای په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

ددغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړی تېره ورځ هغه مهال ووژل شو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو یې د برید پلان درلود.

په خبریاڼه کې راغلي، چې عبدالرحمن د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې د ۵۰ کسیزې ډلې قومندان وو.

تېره ورځ هم د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی و، چې په هلمند کې یې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ملا امان الله په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

په ورته مهال د ارزګان چارواکي ددغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ د ۲۲ تنه طالبانو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د والي ویاند احمد شاه ساحل وايي، چې یاد وسله وال طالبان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره د ۸ وسله والو طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي او افغان ځواکونو ددغو عملیاتو پرمهال د ولسوالۍ بازار، کاریز او د کلاچې په نوم سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دا خبر ردوي او وايي، چې د دهراوود ولسوالۍ بازار لاهم د دوی په ولکه کې دی او لسګونه افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په همدې حال کې نن د هراوود ولسوالۍ لسګونه قومي مخورو اعترض کړی وو او ویلي یې دي چې وسله وال طالبان لاهم د ولسوالۍ  په بازار کې شتون لري او زیات شمېر ملي پولیس محاصره دي.

د یو بل خبر له مخې د دفاع وزارت وايي، چې بدخشان کې یې په یوه هوايي برید کې هغه مهال ۱۱ تنه طالب جنګیالي وژلي چې د افغان سرتېرو پر پوستو یې د برید پلان درلود.

سرچینه زیاتوي په دې حمله کې ۳ وسله وال طالبان ټپیان شوي او د هغوی وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د امریکا او طالبانو له موافقې او د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته د ډېرو افغانانو د تمې خلاف جګړو زور اخیستی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې اوس هم د هېواد له شلو په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

1 COMMENT

  1. زه د جنګ پلوي نه يم موږ پر دولت د پنځه زره طالب زندانيانو خلاصون کې غوښتنې مو وکړې ګواکې يو څو قدمه سولې ته نېږدې شو خو تر هغې را روسته د پنجاب اجيرې مليشو جګړو ته لا زور ورکړ اوس په دولت غږ کوو چې هرځای او هر چېرې بايد پنچاب اجير غلامان په نښه کړل او سخت وځپل شي.
    هغه خلک چې پر هیواد او ملت رحم نه کوي هغوی هم د رحم وړ نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب