شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeجنرال وزیرياخلاق او رهبریت| جنرال دولت وزیري

اخلاق او رهبریت| جنرال دولت وزیري

رهبریت او اخلاق سره لازم او ملزوم دي. دا سمه ده چې د غلو او داړه مارانو ډلې هم رهبر او رهبریت ته اړتیا لري او د دی ډلو رهبران کيداي شي چې په خپله رهبرۍ کې بریالي هم وي. خو دغه ډول رهبریت بیا د مدني قوانينو سره په ټکر او هغه اخلاق چې د يوې سالمې ټولنې له پاره اړين وي په ځان کې نه لري.
انسان باید تل تر بل مخکې له خپل ځان سره رښتينی اوسي، او د يوې مدنی ټولنې اخلاق په ځان کې وروزي، ځکه څوک چې له خپل ځان سره رښتینی نه وي، خپل ځان په سمه توګه رهبري نه شي کړای او د یوه مدني رهبر اخلاق په ځان کی و نه لري، په مدني او سمه توګه بل نه شي رهبری کولای.
که رهبر تل په دې هڅه کې وي چې هغه کار سر ته ورسوي چې ده ته اسانه او یواځې د ده په کې ګټه وي، که هغه کار غیر اخلاقي هم وي. په دغه صورت کې هغه په کافي اندازه د خپلو خلکو باور نه شي تر لاسه کولاي او ډیر په اسانه د خلکو باور له لاسه ورکوي.
دلته د رهبر له پاره دوه لارې دي:
لومړی د خپلې ګټې له پاره باید هر څه وکړي که بد اخلاقي هم وي،

دویم هغه کار وکړي چې اخلاق په کې مراعات شوي وي که چیرې ده ته په کې زیان هم وي.
په لومړۍ لاره کې که ګټه هم وکړي دا به لنډ مهالي او موقتي وي. دویمه لاره که چیري ګټه يې کمه هم وي خو ګټه به يې دوامداره او پر ځای وي.

څوک چې کومه لاره د ځان له پاره ټاکي ورته سمه ښکاري، خو د سمې او ناسمې لارې تر منځ د توپیر یواځینی معيار مینه او اخلاق دي.
زياتره خلک داسي وي چې له نورو شفافيت غواړي او یواځې په نورو انتقاد کوي. په خپله به غل، ډاکو او فاسد وي خو دې به ځان پاک او ملايکه بولي.

که ګاونډی يې بیکاره وي وايي به چې اقتصادي حالت ښه نه دی او که دې بيکاره شي بیا وايي چې اقتصادي ناورين را منځ ته شوي دي.

رهبر او رهبریت باید تل د اخلاقي کرکتر پر بنياد را منځه ته شي ځکه څه چې د ځان له پاره ښه ګڼي د نورو له پاره يې هم ښه وګڼي نه دا چې د نورو په بدمرغيو کې خپله نیکمرغې ولټوي. وايي، د نورو سره بدی مه کوه چې بدی در سره ونه کړي.که چې رهبر د نورو سياسي ډلو ټول نظریات پست ګڼي او څوک چې د ده په عقیده نه وي هغوی هم سپک وګڼئ معنا دا چې د یوه مدنی رهبر اخلاق په ځان کې نه لري.

هر څوک باید لومړی له خپل ځان څخه پوښتنه وکړي چې دې په لاندې کومه کته ګورۍ کې قرار لري.
۱ – زه تل اخلاقي یم.
۲ – زه زیاتره وخت اخلاقي یم.
۳ – زه لږ اخلاقي یم.
۴- زه بيخي اخلاقي نه یم.
که په لوړمړۍ او یا لږ تر لږه په دويمه کتګورۍ کې ځان ووینئ معنا دا چې د یوه مدنی رهبر ځانګړنې مو خپلې کړي دي.
په ټولو مذاهبو کې په مختلفو بڼو د یوه مدني او اخلاقي رهبر په هکله لارښوونې شوي دي.

د اسلام په سپيڅلي دین کې وايي، تاسو تر هغې ښه مومن نه شئ کیدای چې تر څو کوم شی چې ځان ته غوره ګڼي هغه شی مو ګاونډی ته هم غوره ونه ګڼئ.

عيسويت – تاسو چې له ځان سره له نورو تمه لرئ، له نورو سره هم هغسې وکړئ.
یهودیت – څه چې نه خوښوئ له نورو سره يې هم مه کوئ.
هندوئیزم – که له نوو بد نه غواړئ، نو بد مه ورسره کوئ.
زردشتي – څه چې پر ځان نه منئ، پر نورو يې هم مه کوۍ.
کنفیسیوسیزم – څه چې له ځان سره نه کوئ، له نورو سره يې هم مه کوئ.
بهايي – که عدالت غواړئ، هغه ګاونډي ته يې هم وغواړئ چې تاسو يې ځان ته ترې غواړئ.
چين ایزم – انسان باید له نورو مخلوقاتو سره داسې چلند وکړي چې له ځان سره يې غواړي.
نايجريايي متل – که څوک مرغۍ په لښته وهي، لومړي دې ځان پرې ووهي چې په درد يې پوه شي.
رښتيا خبره خو بيا داده چې په بدو رهبرانو د ورځې لمر ډیر ژر لوئیږي، ډیر په واک کې پاتې کيدل نیکمرغې نه ده بلکې نیکمرغې په ابدی ژوند کې ده او ابدی ژوند بیا د یوه ښه نوم ګټل دي.
پایله
په اخلاقو او رهبریت کې دوه شيان ډیر مهم دي:
یو معیار دی چې باید مراعات شي او دویم د معيار له پاره هوډ دی چی باید معيار پرې مراعات شي. په دې توګه ښه رهبریت او ښه اخلاق عمل غواړي دا هسې د خولې خبره او دعوه نه ده چې هر کدو سری يې وکړي.
د رهبرۍ اخلاق
دجان مکسوېل لیکنه
د میراحمد یاد د ژباڼې غورچاڼ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب