شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې په یوه ورځ تر یولک د زیاتو کسانو کورونا...

په امریکا کې په یوه ورځ تر یولک د زیاتو کسانو کورونا ثبت شوه

تاند(یکشنبه، د عقرب۱۱) په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته شویو کسانو شمېر تر ۴۶ ملیبونه ۴ لکه ۶۵ زرو واوښت امریکا په یوه ورځ تر ټولو د ډېرو مثبتو پېښو ریکاډ شمېر ثبت کړ.

د جمعې په ورځ امریکا د کورونا یولکو ۲۳۳ مثبتې پېښې ثبت کړې چې تراوسه د نړۍ په بل هیڅ ځای کې په یوه ورځ دومره پېښې نه دي ثبت شوي.

تر نن (یکشنبې) پورې په نړۍ کې د کورونا په وبا د مړو شویو کسانو شمېر یوملیون او ۲ لکه ۱۱۹۴ تنه دی چې هر شېبه په زیاتېدو دی.

همداراز تراوسه پورې ۳۳ ملیونه ۵ لکه ۳۶ زره ۶۳۴ تنه رغېدلي دي.

په متحدو ایالتونو کې د کورونا پېښې په داسې وخت کې په بې ساري ډول زیاتې شوي چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یوازې دوې ورځې پاتې دي.

ولسمشر ټرمپ او جوبایډن انتخاباتي هلوځلو ته دوام ورکوي.

د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي غونډې پراخې وي او اکثره برخوال یې ماسک نه کاروي خو بایډن د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کوچنۍ غونډې جوړوي.

په متحدو ایالتونو کې د کورونا په وجه تر ۲ لکه ۳۶ زره ډېر کسان مړه شوي دي.

په وروستۍ یوه اوونۍ کې په امریکا کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ تنه په کورونا مړه شوي. دا شمېر که څه هم تر پخوا ډېر کم دی خو لا هم د نورو هیوادونو په پرتله ډېر دی.

په امریکا کې تر پرون (شنبې) پورې د کورونا ۹ ملیونه او څه باندې ۳ لکه مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې دا په درسته نړۍ کې په کورونا د اخته شویو کسانو په سلو کې ۲۰ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب