جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېزموږ د خوار ولس بدبختي | ډاکټر عطاالله زیارمل

زموږ د خوار ولس بدبختي | ډاکټر عطاالله زیارمل

ښاغلی حکمتيار په خپلو وروستیو څرګندونو سره څه غواړي چې ثابت کړي؟ هغه ويلي چې د هلمند په جګړه کې د بهرنیانو مړي هسې محض دروغ دي!!
د هغه د څرګندونو په اړه به یو څو ټکي د لوستونکو مخې ته کښېږدو چې لوستونکي خپله ورباندې قضاوت وکړي.
دا سمه ده چې تاسې په دې وروستیو کې له یوه بهرني سفر څخه را ستانه شوي یاست. د دې سفر په اړه به دا پوښتنه نه کوو چې چېرې تللي وئ او د چا په بلنه؟ خو دغه څرګندونې دې په دومره جرائت سره څنګه خولې ته درتلې چې غواړې په رڼا ورځ اوښ په بډه ووهې.
– د جلااباد جګړه او د هلمند جګړه څه توپیر تاسو ته لري؟ خو د یو ملي فکر خاوند له نظره بیا یو شان ښکاري. که په هغه وخت کې مو په حقایقو باندې سترګې پټولې نو داسې مو ګڼله چې کېدای شي ستاسو په پټو معاملو به ولس خبر نه شي، خو له نېکمرغه چې ټول حقایق د هغوی له خولې را ووتل چې دوی په زغرده ستاسې په لیکو کې وو او نن هم همدغه کیسه روانه ده. توپیر یې یوازې په دې کې دی چې نن هغه د تېر په شان ترخه حقایق نور نه پټېږي، دا ځکه چې د دومره کامرو او ټکنالوژۍ په موجودیت کې څوک له ځانه ادعا نه شي کولی او نه هم په درجنونو مړي څوک پټولی شي.
– ستاسې دغه څرګندونې د هغو کسانو لپاره هم توهین دی چې د هلمند په جګړه کې یې خپل ژوند د وطن د دفاع په لاره کې له لاسه ورکړی دی. هغوی په ښه مېړانه د ورانۍ او ویجاړۍ د پلویانو په وړاندې وجنګېدل او دې ته یې پرې نه ښودل چې حکومتي تاسيسات وران کړي او وسایط او عام المنفعه وسایل کباړ او بیا یې تر كرښې پورې غاړه یوسي. هغوی یې دې ته مجبور کړل چې په شا وتمبېږي.
– تاسې وویل چې حکومت دې موږ ته اسناد وښيي. دا سمه ده چې تاسې د بل هر افغان په څېر باید داسې معلوماتو ته لاسرسی ولرئ خو تاسې په خپلو خبرو کې و نه ویل چې که حکومت اسناد وړاندې کړي نو بیا به ستاسې غبرګون څه وي؟ ودې نه ویل چې موږ به بیا د دې په اړه خپل تصميم ونيسو او د ګاوندي ملک په وړاندې به خپل کلک غبرګون وښيو. خو متاسفانه،‌ تاسې په ډېره بېباکه توګه یوازې په همدې اکتفا وکړه چې (دا ټول محض دروغ دي.)
– تاسې نه پوهېږئ چې افغانستان له ډېر نازک حالت څخه تېرېږي او د ټولو سیاسیونو هر ګام او هرې خبرې ته ملت سترګې سترګې او غوږ غوږ دی، نو ستاسې دغه بېباکه څرګندونې به نه یوازې دا چې ستاسې په ښه پېژندګلوي کې له خلکو سره مرسته وکړي بلکې ستاسې د نوې دندې په اړه به د هغوی ماغزه هم یو څه ځای ته راشي.
– ښه مې په یاد دي او له همدې ټولنیزو رسنیو څخه مو تعقیبول چې ډېر ستاسې په راتګ سره خوشاله و، خو فکر کوم چې اوس به ستاسې د هغو پلویانو کړۍ ورځ‌ تر بلې نوره را تنګه شي. ځکه چې تاسې له تېر تاریخ څخه یوازې د همدې لپاره زده کړه کړې ده چې د پنجاب په لمن کې ځان مصؤن احساس کړئ او تل د هغوی مدیون و اوسئ او بس. دا مو هم په یاد دي چې ستاسې پلویانو به شېبې شمېرلې چې هغه دی زموږ ناجي دلته او یا هم هلته را څرګندېږي، وطن ته سوله راځي، په اګام کې ظهور کوي او یا دا دی په لغمان کې یې ظهور وکړ،‌ خو ستاسې ظهور هم لکه چې د یوې بلې چټلې لوبې د پیل پړاو و. یقين لرم چې ستاسې په دغه اوسني غیر ملي دريځ‌ باندې به ستاسې خوشبینه پلویان هم ټول پښيمانه وي.‌
په پای کې به د خپل ولس بدبختي ته اشاره وکړم.‌ د دې بېچاره ولس بدبختي همدا ده چې سياسیون مو خپل جنت وطن د نورو په لمن کې ور اچوي، د نورو د ګټو لپاره له هر څه تېرېږي، خپلې ملي ګټې ور ته هسې خبرې ښکاري، خو د نورې نړۍ سياسیون بیا نور ملکونه را خپلوي او د خپل حاکمیت تر چتر لاندې یې راولي او هم په تېرو تاريخي کشالو کې له خپلو ملي دعوو څخه نه په شا کېږي. ښه بېلګه یې د اذربایجان او ارمنستان لانجه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب