جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان دې افغانانو ته د هرې ورځې د ویزو د ورکړې شمېر...

پاکستان دې افغانانو ته د هرې ورځې د ویزو د ورکړې شمېر معلوم کړي

تاند (یکشنبه د عقرب ۱۱) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان له سفارته غواړي چې افغانانو ته د هرې ورځې د ویزو د ورکړې شمیر معلوم کړي، څو د افغانستان حکومت یې خپله تنظیم کړي.

د ښاغلي صالح په خبره په دې کار سره به شته بې نظمۍ له منځه لاړې شي او خلک به د وېزو په برخه کې له اوسني کشمکش او عذاب څخه وژغورل شي.

نوموړی زیاتوي: « د ویزو د غوښتونکو د مدیریت لپاره مونږ ډیرې نورې انساني او سمې تګلارې لرو.»

هغه دغه راز د مالیې وزارت د مامورینو په کم کارۍ نیوکه کړې او له هغوی یې په جدي توګه غوښتي، چې ځانونه اصلاح او خپلو دندو او کارونو ته په وخت رسېدنه وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي: «خبر رارسېدلی، چې د مالیې وزارت یو شمېر مسؤلین د بې اسناده موټرو د ثبت او محصول په برخه کې ټمبلي کوي او پرون دغه آغا زاده ګان په لسو بجو خپل کار ته حاضر شوي وو.»

نوموړي ګواښ کړی، چې دغه عمل سم کار نه دی او که ځانونه اصلاح نه کړي نو په وړاندې به یې جدي، ګړندۍ، د لمس وړ او سنجول شوي ګامونه پورته شي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په وینا د کابل ښار ۶ سوه او درې لوړپوړې ودانۍ چې څلویښت سلنه د هوا د ککړوالي لامل شوي او فلټرونه ونه لګوي، د چاپیریال ساتنې د ادارې د لومړۍ، دوهمې او دریمې سطحې رهبري به له دندو ګوښه کړل شي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې کابل ښار کې اوس هم څوکه څوکه جرمي پېښې تر سره کېږي، خو په وینا یې ډېر ژر به ورته رسېدنه وکړي.

امرالله صالح دغه راز زیاته کړې، ددې پر ځای چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړل شي په ځینو سیمو کې د هغوی ګرېوان ته لاس شوی او سپکې سپورې یې ورته ویلي دي.

«د امنیتي ځواکونو یونیفورم مو د نظام د پوستکي حیثیت لري .دې موضوع ته مو پام دی او بې ځوابه يې نه پریږدو.»

د یادونې ده، چې امرالله صالح د څو اونیو لپاره د کابل ښار د امنیت مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی، ښاریان وايي چې په نسبي توګه امنیتي وضعیت ښه شوی، خو لا هم په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب