شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په څلورو ولایتونو کې نوي ښارونه جوړېږي

د افغانستان په څلورو ولایتونو کې نوي ښارونه جوړېږي

تاند (یکشنبه د عقرب ۱۱) د افغانستان دولت په کابل، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې نوي ښارونه جوړوي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمود کرزی وایي، چې د افغانستان اوسني ښارونه غیر معیاري دي او اصلاحات راوستل پکې ناممکن کار دی.

د نوموړي په وینا، دوی پلان لري چې په لومړي ګام کې په څلورو لویو ولایتونو کابل، ننګرهار، کندهار او هرات کې نوي ښارونه جوړ کړي.

ښاغلي کرزي چې تېره ورځ یې د ښارونو د نړیوالې ورځ په مناسبت خبرې کولې وویل، ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د کابل نوي ښار پروژې د سړک جوړولو چارې رسماً پیل شي.

اوه کاله وړاندې د افغانستان کابینې د کابل د اوسني ښار په شمال ختیځ ده سبز سیمه کې د درې میلیونه وګړیو د اوسېدو لپاره د نوي ښار د جوړولو طرحه تصویب کړه، خو تر اوسه نه ده عملي شوې.

ملګرو ملتونو شپږ کاله د مخه د اکتوبر ۳۱مه د ښارونو د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.

دا ورځ د دولتونو، ملګرو ملتونو او ښاري فعالانو لپاره یو فرصت دی، چې د ښارونو د دوامداره پرمختګ لپاره کار وکړي.

د افغانستان په ډېرو ښارونو کې په تېره بیا په کابل کې په تېرو دوو لسیزو کې شاوخوا ۵۰۰ لوړپوړیزې ودانۍ جوړې شوي چې ډېری یې د ماسټر پلان خلاف او غیر معیاري بلل کېږي، چارواکي وايي له همدې امله د ښار نظم ګډوډ شوی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب