تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۱) په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې دوې ورځې پاتې دي او د دواړو نوماندانو ترمنځ سخت ټاکنیز کمپاین روان دی.
تېره ورځ ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جو بایډن پر ټرمپ سختې نیوکې وکړې او هغه یې د امریکا د بربادۍ او په امریکا کې دې نفاق او نژاد پالنې لامل وباله.
بایډن وویل په راتلونکو دوو ورځو کې امریکایي ملت باید خپله لاره او راتلونکې وټاکي او یو داسې کس واک ته له رسېدو را وګرځوي چې امریکا یې توټه ټوټه کړې ده.
بایډن دغه راز ویلي ددې وخت دی چې ټرمپ نور خپل بستره او کالي ټول کړي او له سپینې ماڼۍ ووځي.
هغه د کرونا په پراختیا او د زرګونه امریکایانو په مړینه کې هم ډونالډ ټرمپ پړ وباله.
نوی ریس جمهور د ۲۰۲۱ کال د فبروری په اول کار شروع کوی یعنی دری میاشتی وروسته۰
د ترمپ ستراتیژی د افغانستان په هکله هو واضح ده چه خلیل زاد د طالیبانو او پاکستان
په طرفداری لګیا دی ۰مګر که جو بایدن په انتخاباتو کښی وړونکی شی ښاید د افغان دولت
یعنی داکتر صاحب اشرف غنی په حمایت اجراات وکړی۰
اوس هو داسی تصور کیږی چه خلیل زاد د پاکستان په ګټه لګیا دی بی نتجی سفرونه او کله کله
د طالیبانو د نطاق په شکل تبلیغات کوی۰
پټه دی پاتی نه وی چه پاکستان د افغانستان دشمن دی مګر خلیل ذاد هم د افغانانو په وینو تویولو د بن دکنفرانس راهیسی مسول دی مننه