دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د سترو واکمنیو د سقوط عوامل

د سترو واکمنیو د سقوط عوامل

متقاعد جنرال دولت وزیري

وایې:” ما جوړ کړی په ډیر زيار و تا په تور وتوراوه!”

واک ته رسیدل او بیا د واک ساتل ډیر ستونزمن کار دی. ډیر زیار، د ستونزو ګالل، د لوږې او تندې منل، د زولنو او زندان قبلول، وهل، ټکول، تحقیر، مرګ او ژوبله دا او دې ته ورته د نورو ستونزو ګالل د واک ته رسیدو له پاره حتمي دي. خو کله نا کله واک ته رسیدل د تصادف له مخې هم تر سره کیږي. د واک ساتل که له ډیرو ستونزو ګاللو وروسته او یا د تصادف له مخې واک تر لاسه شوي وي، ساتل یې ډیر ستونزمن او په یوه شان تر سره کیږي. وايې:” واک ته رسیدل اسانه خو ساتل یې ګران دي.” خکه واک ته د رسیدو لپاره د شعار او وعدو ور کول کافي وي او په شعارونو او وعدو خلک په اسانه غولیدلای شي، خو واک ته د رسیدو وروسته شعار او وعدي کار نه ورکوي. خلک کار غواړي، ډوډۍ غواړي امنیت ته اړتیا لري او د شعارونو او وعدو پوره ګول غواړي.

په داسې حالاتو کې که چیرې واکمن د بشپړ تدبیر او عقل څخه کار وانخلي، مانا دا چې د واک د ړنګیدو پر لور مخې ته ځي. ډیر داسې څه دي چې واکمن يې به غیر شعوري او یا د غوړه مارانو په خوله تر سره کوي او هغه بیا د واک د ړنګیدو سبب ګرځي.

هغه ښکاره عوامل چې د واک د ړنګیدو سره مرسته کوي د بیلګې په توکه ترې یادونه کولای شو:

لومړی: واک ته د رسېدو وروسته په شعارونو او وعدو ګذاره کول د واک ژوند را لنډوي.

دویم: د واک پر مهال غوړه مالان او چاپلوسان د واکمن تر شا راټولیږي. په خپله غوړه مالي د خلکو سره د واکمن اړیکې شلوي. په دې حالت کې واکمن خپلې واکمنۍ ته په خپله د پای ټکی ږدي.

درېیم: د خلکو ستونزو ته د حل د لارو نه موندل او د خلکو هیلو ته ځواب نه ویل د واک د پای ته رسیدو لپاره زمینه برابره وي.

څلورم: په خلکو ځان پورته ګڼل، غرور، تکبر او فساد دا هغه څه دي چې سترې امپراتورۍ په ګونډو کوي.
پنځم: نړیواله سیاسي انزوا هم د واک ژوند را لنډوي او د پای باعث ګرځي.

شپږم: بې اتفاقي، لوږه، بېوزلي او سیاسي بې‌باوري هم واک لمنځه وړي.

د شوروي اتحاد ستره امپراتوري د فساد، ځانغوښتنې او د یوې ډلې لخوا د واک تصاحب له منڅه یووړه،
د المان ستر قوت او د هټلر ستره واکمنې د ځانغوښتنې او د سیاسې انزوا قرباني شوه.

د ایران د رضاشاه غښتلي واکمي د خلکو د غوښتنو او دیني شعایرو ته د نه درناوي له امله له منځه لاړه.
په همدې توګه د لیبیا، سوډان، عراق، بنګلذیش او نورو ډیرو واکمنیو نړیدل هم تر ډيره همدغه عوامل وو.
وایې:

د خلکو زور د خدای ج زور دی!

خلکو ته درناوی، غوښتنو ته يې د عمل جامي ور اغوستل، عقیدی او دیني شعائرو ته يې احترام، د خلکو د مال سره ګوتې نه وهل، خلکو ته د ژوند د سهولتونو اجادول او د خلکو د پوهي په لوړولو کې کوښښ کول د واکمن د واکمنۍ د دوام سبب ګرځي.
مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب