Homeخبرونهبلغاریا کې د ۱۸ افغانانو په وژلو د تورنو کسانو محکمه ځنډول...

بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو په وژلو د تورنو کسانو محکمه ځنډول شوې

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۲مه』‏بلغاریايي رسنۍ وايي، چې د شاهدانو او قربانیانو په بللو کې د نیمګړتیا له امله د ۱۸ افغانانو په وژلو د تورنو کسانو محکمه ځنډول شوې ده.

بلغاریا کې محکمې ویلي، چې د اورېدنې راتلونکې نېټه به ژر اعلان کړي.

په دې قضیه کې ۵ بلغاریایي وګړي په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۸ افغان کډوالو په وژلو تورن شوي دي

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د انساني قاچاق یوې ډلې لسګونه افغانان لارۍ کې اچولي وو، چې د اکسیجن نشتوالي له امله یې ۱۸ تنه مړه شول.

دا کسان د انساني قاچاق منظمه «جنایي» ډله بلل شوې ده.

د بلغاریا صوفیا ښار د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، له تورنو کسانو یې دوه خبر وو چې د لارۍ دننه کسان د تنفس اخیستلو له خطر سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...