جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبان وایي، افغاني الاصله امریکایي حبیبي دوی نه دی نیولی

طالبان وایي، افغاني الاصله امریکایي حبیبي دوی نه دی نیولی

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۲مه』‏طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې افغان الاصله امریکايي وګړی، محمود شاه حبیبي دوی نیولی.

خبرپاڼه وايي، د حبیبي د کورنۍ د عریضې پر بنسټ یې په ټولو اړوندو ادارو کې پلټنه کړې، خو هېڅ داسې نښه یې نه ده موندلې، چې هغه دې د دوی له لوري نیول شوی وي.

له دې وړاندې د محمود شاه حبیبي کورنۍ ادعا کړې ده، چې هغه د طالبانو په بند کې دی او د نیول کېدو له ورځې وروسته بیا ورسره هېڅ اړیکه هم نه لري.

د طالبانو تازه اعلامیې ته امریکا او د حبیبي کورنۍ غبرګون نه دی ښودلی.

متحده ایالاتونو څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې که هر چا د دغه افغان توکمه امریکايي د ځای په اړه اطلاعات ورکړل، ۵ میلیونه امریکايي ډالر جایزه ورکوي.

طالبان ادعا کوي، چې د نظام په توګه د چا نیولو او بیا یې پټ ساتلو ته اړتیا نه لري او که یې بهرني وګړي نیولي، له اړوندو هېوادونو سره په تفاهم بېرته آزاد شوي دي.

څو میاشتې وړاندې کابل ته د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ خاص استازي او امریکايي ډيپلوماټ زلمي خلیلزاد سفر وکړ او د امریکايي بندیانو پر خلاصون ورسره وغږېدل.

له دې جوړجاړي وروسته د طالبانو د یوه غړي، خان محمد په بدل کې جورج ګلیزمن او له هغې وروسته د في هال په نوم بله امریکایۍ وګړې طالبانو خوشې کړه.

د معلوماتو له مخې محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې د طالبانو استخباراتو ځواکونو له لوري په کابل کې نیول شوی دی، کومه ادعا چې طالبان یې ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب