تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۲مه』د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې، سبا (جمعه) په ۱۵ ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
یاده اداره په یوه خبرپاڼه کې وایي، زابل، غزني، میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کنړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې په اټکل کې یاد شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې په یادو ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي متره پورې د باران اټکل شوی دی.
په خبرپاڼه کې دغه راز په سوېل ختیځو، سویلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی دی، چې، تېزوالی یې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره پورې په یوه ساعت کې یاد شوی دی.
دغه خبر داسې مهال خپرېږي چې، روانه اوونۍ د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سېلابونو له امله پنځه کسان ژوند له لاسه ورکړی او او ۸ تنه نور ژوبل شوي دي.
دغه راز زرګونه هکتاره ځمکه یې هم ویجاړه کړې او خلکو ته یې په زیاته اندازه مالي زیانونه اړولي دي.