تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۲مه』د جرمني د کورنیو چارو وزیر، خبرداری ورکړی، چې هېواد یې غواړي له طالبانو سره د مجرمو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو خبرې اترې پیل کړي.
الکساندر دوبریندت د چهارشنبې په ورځ فوکس مجلې سره په مرکه کې ویلي، چې دوی غواړي له افغانستان سره مستقیمه هوکړه وکړي څو د مهاجرینو بېرته ستنیدل ممکن شي.
نوموړي زیاته کړې چې برلین له سوریې سره هم د مجرمینو د ایستلو په تړاو د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني د خپلو سیمهییزو مهمو شریکانو په ملاتړ د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې راهیسې افغانستان ته د مجرمو کډوالو لړۍ پیل کړې ده.
څه موده وړاندې یې یوه جوپه افغان کډوال چې د دوی په وینا مجرمان وو افغانستان ته راواستول.
دا خبرتیا داسې مهال خپرېږي، چې وړمه ورځ سه شنبه د جرمني پخوانۍ صدراعظمې، انګیلا میرکل، له «دویچهوله» سره په مرکه کې د اوسني صدراعظم فردریش مرڅ پر مهاجرت ضد سیاستونو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د پناه غوښتونکو، په ځانګړې توګه هغو افغانانو، چې د منلو ژمنې ورکړل شوې، حقونه باید خوندي وساتل شي.
میرکل ویلي، چې جرمني د افغان وګړو د منلو لپاره پر خپلو پخوانیو ژمنو وفادار پاتې شي. هغې زیاته کړه: “که څوک د جرمني په پوله کې د پناه غوښتنه وکړي، باید همالته قانوني پروسه پرې تطبیق شي، حتی که دا پروسه په پوله کې هم ترسره کېږي، هغه باید له پامه ونه غورځول شي.
هغې دا هم ویلي، چې که څه هم له انساني قاچاقبرۍ سره مبارزه یو جدي ضرورت دی، خو دا باید د هغو کسانو د حقونو خنډ نه شي، چې رښتیا هم ملاتړ ته اړتیا لري.
د میرکل په باور، جرمني د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې نه یوازې انساني، بلکې حقوقي او اخلاقي مسوولیت لري.