جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهملا برادر د ازبکستان له ولسمشر سره پر اقتصادي همکارۍ خبرې وکړې

ملا برادر د ازبکستان له ولسمشر سره پر اقتصادي همکارۍ خبرې وکړې

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۲مه』‏د طالبانو د حکومت رییس‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د اذربایجان په خنکندي ښار کې د ازبکستان له ولسمشر، شوکت میرضیایف سره ولیدل.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، برېښنا او پر ټرانزیټ خبرې وکړې.

ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې زیاته کړه چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۱ میلیارد ډالرو اوښتې چې ۶۰٪ زیاتوالی ښيي.

هغه هیله وښوده چې دا کچه به ۲ میلیاردو ته ورسېږي.

نوموړي دغه راز د صادراتو، زېربناو او پانګونې په برخه کې د ګډ کار غوښتنه وکړه.

بل لورته میرضیایف د برېښنا، نساجۍ، سیمټو، کانونو او برېښنایي حکومتولۍ په برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه.

د یادونې ده چې ملا برادر پرون چهارشنبه د اذربایجان له لومړي وزیر سره د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا خبرې کړې وې.

ملابرادر د اذربایجان له لومړي وزیر سره د اړیکو پر پراختیاخبرې کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب