Homeخبرونهروسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده

روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۲مه』د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي د روسيې له سفير، دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روسيې سفیر په دغه کتنه کې د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې روسيه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

سفیر د دغې پرېکړې ارزښت یاد کړ او دا یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې د دغې پرېکړې هر کلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوی پړاو وباله.

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت کابو څلور کاله پوره کېدونکي دي، او روسیه لومړنی هېواد دی چې طالبان په رسمیت پېژني.

روسیه داسې مهال د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني، چې د چارو د څارونکو په باور لاهم طالبانو د افغان نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

روسیې رسما په دې تړاو اعلان نه دی کړی.

2 COMMENTS

  1. الحمد لله ډیر ښه خبر می تر لاسه کړ
    دا دَ افغانستان دَ کړیدلی ولس دَ نیکمرغی پیل دی سر لوړی او غښتلی دی وی لوی افغانستان

    • دافغانستان خلکوکې لکه چې ښځېنه نه راځي چې دتاليب په واکداري کې د ټولو شرعي او مدني حقوقو څخه محرومې شوې دي آيا دا پيژندنه دهغوې دنيکمرغې پيل هم دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...