پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد روسیې د باندنیو چارو وزارت تایید کړه چې د طالبانو حکومت...

د روسیې د باندنیو چارو وزارت تایید کړه چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۲ مه) د روسیې او د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونه وايي چې مسکو د اسلامي امارت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژني.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې په یوه بیان کې راغلي:

«د جولای په ۳مه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر، آندری یوریوویچ رودینکو، د افغانستان د اسلامي امارت نوي ټاکل شوي سفیر، ګل حسن حسن، باورلیک ومانه.»

د دې بیان په دوام کې ویل شوي: «موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت رسمي پېژندنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اغېزمنو دوه اړخیزو همکاریو پرمختګ ته نوی تحرک ورکړي. موږ د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د همکارۍ پراخ امکانات وینو، په ځانګړي ډول د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او زیربنایي پروژو په برخو کې.

موږ به له کابل سره د سیمه‌ییز امنیت د پیاوړتیا او د ترهګرۍ او مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته روانه وساتو.

همداراز، زموږ د ولسونو ترمنځ د دوستۍ د پیاوړتیا لپاره، د ښوونې، ورزش، کلتور او بشري همکاریو په برخو کې د اړیکو ژورول خورا ارزښتناک ګڼو.»

له دې سره هممهاله د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په خپله ایکسپاڼه کې په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د امیرخان متقي کتنې ته په اشاره لیکلي: «د روسیې سفیر په دې ملاقات کې د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ یې د روسیې فدراسیون د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.»

په دې اساس، روسیه په نړۍ کې لومړنی هیواد دی چې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...