تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۱مه』د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان تللی دی.
نوموړي د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره کتلي دي.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې کتنه کې د کابل او باکو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغې کتنه کې برادر له اذربایجاني لوري غوښتي چې د کرنې د میکانیزه کولو، د اوبو د مدیریت، د اسان خدمت پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او مسلکي زدهکړو په برخو کې له افغانانو سره همکاري وکړي او خپلې تجربې شریکې کړي.
خبرپانه کاږي، چې اسدوف په دغې کتنه کې د کانونو د اکتشاف او استخراج، د نوي کېدونکې انرژۍ، د اوبو مدیریت، کرنې میکانیزه کولو، او د اورګاډي پټلۍ په برخو کې له افغانستان سره د تجربو شریکولو، پانګونې او همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.
د اذربایجان لومړي وزیر زیاته کړې چې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه کاري ډله رامنځته شوې او لومړنۍ غونډه یې هم په کابل کې شوې او بله ناسته به یې په ازبکستان کې وشي.