جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد قطر دوه ورځنۍ غونډه؛ افغانستان سره د مرستو ژمنې وشوې

د قطر دوه ورځنۍ غونډه؛ افغانستان سره د مرستو ژمنې وشوې

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۱مه』‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په قطر کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.

په خبرپاڼه کې د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي، چې دغه غونډه د یوناما په مشرۍ او د قطر په کوربتوب جوړه شوې وه.

نوموړي زیاته کړې وه چې په دې غونډه کې د نړۍ د ۲۹ هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت استازو هم ګډون کړی و.

د خبرپاڼې په حواله په دغې غونډه کې، له نشه‌يي توکو سره پر ګډې مبارزې، د بديل معيشت رامنځته کولو او د روږدو د ساتنې او درملنې په برخو کې مهم بحثونه وشول.

خبرپانه د قانع له قوله وايي چې د دغې غونډې په پای کې، د هېوادونو له لوري له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ او مرستو ژمنې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...