تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۱ مه) د ماشومانو د ملاتړ اداره، سېف دي چلدرن وايي، د جون په میاشت کې له ایران څخه افغانستان ته د لکونو ستنو کړل شویو افغانانو په منځ کې شاوخوا ۸۰ زره ماشومان دي.
د دې ادارې پر اساس، په جون کې له ایران څخه د ایستل شویو افغانانو شمېر د ورتېرې مې میاشتې دوه برابره دی او د دې چارې له کبله پر افغانستان او امکاناتو باندې یې قشار څو برابره زیات شوی دی.
د دې ۸۰ زره ماشومانو له جملې څخه، شاوخوا ۶۷۰۰ بې سرپرسته دي، او نژدې ۳۹ سلنه ماشومان په زوره ایستل شوي دي.
د مارچ په ۲۰مه، ایران نوی شرایط اعلان کړل چې له امله به یې شاوخوا ۴ میلیونه افغانان له ایران څخه د وتو له خطر سره مخامخ شي. یوازې د اسلامکلا له لارې د جون په میاشت کې نژدې ۲۲۳ زره افغانان بېرته راستانه شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر د مې په میاشت کې نژدې ۸۶ زره وو.
له ایران څخه د افغانانو وتل د منځني ختیځ د شخړو د زیاتوالي له امله هم ډېر شوی، چې د جون په ۱۳مه پیل شوې، خو له اوربند وروسته، یوازې د جون په ۲۶مه، له ایران څخه تر ټولو ډېر خلک، چې شمېر یې تر ۳۶ زرو اوښت، په یوه ورځ افغانستان ته داخل شول.
د ایران پولې ته نژدې په هرات کط د سېف دي چلدرن موسسې کارکوونکو ویلي، خلک له څو ورځو سفر وروسته له ایران څخه په بسونو کې راځي، ډېری یې یوازې د لاس سامانونه لري، ځکه چې خپل توکي یې خرڅ کړي دي.
د جون په میاشت کې، له ایران څخه افغانستان ته د اوښتو کسانو له دوو برخو څخه یې کورنۍ دي.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې پخوا له ایران څخه افغانستان ته ډېری ستنېدونکي مجردان وو.
سېف دي جلدرن مؤسسې په هرات کې د ماشومانو د ساتنې دوه مرکزونه جوړ کړي، چې ماشومانو ته رواني ملاتړ او د لوبو خوندي ځای برابر کړي. دا مرکزونه تر خپل حد ډېر ډک دي، او هره ورځ تر ۴۰۰ پورې ماشومان ورته ورځي.
له پولې څخه حامد*، چې دسېف دي چلدرن د افغانستان د ماشومانو د ساتنې افسر دی، وویل:
“د ماشومانو او کورنیو حالت ښه نه دی. دوی له هر ډول سیوري یا سرپناه پرته تر لمر لاندې ناست دي. ځینې کورنۍ دلته تر دوو شپو پورې پاتې کېږي.
“دوی کافي خواړه نه لري او ډېر ستړي او اندېښمن دي. په ایران کې به ماشومان ښوونځي ته تلل، خو اوس له یوه ناڅاپي بیړني حالت سره مخامخ شوي دي. ډېری یې ژور اندېښمن دي، او ځینې یې خپه دي، ځکه چې د دوی وروڼه یا خويندې لا هم په ایران کې پاتې دي.”
افغانستان لا له مخکې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات داخلي بېځایه شوي خلک لري – ۴.۲ میلیونه – او تمه ده چې دا شمېر به سږکال لا زیات شي، ځکه چې افغانان له ایران او پاکستان څخه وځي یا ایستل کېږي. په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو له جدي لوږې سره مخامخ دی، په داسې حال کې چې د مرستو کمښت د خوراکي موادو مرستې هم کمې کړي دي.
د سېف دي چلدرن د افغانستان د پالیسۍ او وکالت مشره، سمیرا سید رحمان، وایي:
“ډېری افغان ماشومان له ایران څخه په داسې حال کې وځي چې هېڅ نه لري، کورنۍ یوازې هغه څه له ځان سره راوړي چې له ځان سره یې وړلی شي. دوی ستړي، وېرېدلي او نامعلوم برخلیک ته ور روان دي، په داسې هېواد کې چې له وړاندې د لوږې، فقر او د نړیوالو مرستو د کمښت له سختو ستونزو سره مخامخ دی.
“یوازې د ۲۰۲۵م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه تر یو میلیون زیات افغانان بېرته راستانه شوي. دا یو میلیون کسان خواړه، کور او عوایدو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې نژدې نیمایې افغان نفوس لا له وړاندې مرستو ته محتاج دی.