Homeخبرونهپه خیبرپښتونخوا کې بمي برید د یوه ځايي چارواکي په ګډون ۵...

په خیبرپښتونخوا کې بمي برید د یوه ځايي چارواکي په ګډون ۵ تنه وژلي

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۱ مه) په خیبرپښتونخوا کې د سړ ک د غاړې په یوه بمي حمله کې د پاکستان د یوه ځايي چارواکي په ګډون لږترلږه ۵ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول.

ځايي سرچینو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، دا برید نن (چهارشنبې) په باجوړ کې وشو. په وژل شویو کسانو کې د باجوړ مرستیال کمیشنر فیصل سلطان هم شامل دی.

د باجوړ د پولیسو مشر وقاص رفیق وویل چې په دې پېښه کې یوولس تنه نور ټپیان شوي چې د اکثرو حال نازک دی.

له دې داسي څرګندېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې اوړي.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په باجوړاو نوره پښتونخوا کې ټي ټي پي ډېره فعاله ده او د اکثرو حملو مسوولیت مني.

تر دې وړاندې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې په یوه ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۶ پوځیان وژل شوي وو.

د شمالي وزیرستان د برید مسوولیت د ټي ټي پي د ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی و.

په بلوچستان کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ او په خیبرپښتونخوا کې ټي ټي پي د پاکستان پر پوځ مرګونو بریدونو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...