جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهبدخشان کې د طالبانو والي د امنیتي وضعیت ډاډ ورکړ

بدخشان کې د طالبانو والي د امنیتي وضعیت ډاډ ورکړ

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۱مه』‏بدخشان کې د طالبانو والي، محمد ایوب خالد
هغه وروستي راپورونه چې ګواکې، دغه ولایت کې لاریون کوونکو بلوا جوړه کړې، رد کړل.

نوموړي له بي بي سره په تازه مرکه کې زیاته کړه چې هرڅه تر کنټرول لاندې دي.

خالد په دغه مرکه کې ومنله چې د کوکنارو د کښت وهلو پر ضد د لاریونونو پر مهال هوايي ډزې شوي.

نوموړی زیاتوي حتمي به تلفات وي خو کره شمېره یې نه ده وړاندې کړې.

د طالبانو والي زیاته کړه چې د کوکنارو له کښت مخکې یې له هرې ولسوالۍ چې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان و، عامه پوهاوی وړاندې کړی و، چې د کوکنارو له کښت ډډه وکړي ،خو د والي په خبره بېوزلي یا له اصولو ناخبري د دې لامل کیږي چې خلک له قانون سرغړونه وکړي.

محمد ایوب خالد په مرکه کې ډاډ ورکړ چې د بدخشان اوسېدونکي له طالبانو ناراضه نه دي او ملاتړ یې کوي.

د یادونې ده چې په یاد ولایت کې خلکو د حکومت ضد لاریونونه پیل کړي وو، چې د ځایي سرچینو په وینا په کې دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب