تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۱ مه) د پنجشیر ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په پریان ولسوالۍ کې د زمردو تر ۲۵۰ زیات نوي کانونه کشف شوي دي.
د پنجشېر د والي ویندوی سیفالدین لټون ویلي چې له دې ډلې څخه ۱۰۰ کانونه ثبت شوي، او د ۶ نورو کانونو لپاره د رسمي استخراج جوازونه صادر شوي دي.
هغه زیاته کړه، په تازه مورد کې، د طالبانو د حکومت د کانونو ریاست توانېدلی چې ۳۹۸۷ قیراطه زمرد په څه باندې ۵۰۰ زره ډالرو وپلوري.
لټون همداراز ټینګار وکړ چې دا زمرد د رسمي داوطلبۍ له لارې، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو په حضور کې، «په قانوني او شفاف ډول» پلورل شوي دي.
پنجشیر د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی، چې د زمردو کانونه یې نړیوال شهرت لري. د دې قیمتي ډبرې استخراج په تېرو لسیزو کې له ډېرو خنډونو او ستونزو سره مخامخ و.
د پنجشیر والي د تېر هجري لمریز کال په پای کې اعلان کړی و چې تر اوسه په دې ولایت کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي، چې له دې ډلې ۵۰۰ کانونه فعاله دي او استخراج ترې روان دی.