جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهټرمپ وایي، حماس دې غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند ومني

ټرمپ وایي، حماس دې غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند ومني

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۱مه』‏د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له حماس ډلې غوښتي، څو د هغه ۶۰ ورځني اوربند وروستی وړاندیز ومني، چې له وړاندې ورسره اسراییل موافقه کړې ده.

ټرمپ زیاته کړې چې د غزې لپاره د ۶۰ ورځني اوربند طرحه به د قطر او مصر چارواکو له لوري چې منځګړي دي، حماس ته وسپارل شي.

ټرمپ زیاته کړې، د اوربند دا وړاندیز «وروستی» دی او هڅه کوي، غزه کې جګړه پای ته ورسوي.

که څه هم د وروستي وړاندیز شرایط نه دي خپاره شوي، خو د یرغمل شویو خلاصون یې مهمه برخه ده، خو بل لورته حماس ټینګار کوي چې جګړه باید بشپړه ودرېږي.

په ورته مهال اسراییل ټینګار کوي، چې جګړه یوازې هغه وخت دروي، چې حماس بې وسلې او بشپړ له منځه نه وي تللی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه اسراییلي پوځیانو د غزې شمال کې د حماس پر ضد د سختو عملیاتو لپاره فلسطینیانو ته د مېنو د تخلیې امر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې هم د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب