جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه برېتانیا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام ودرول شو

په برېتانیا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام ودرول شو

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۱مه』‏د برېتانیا حکومت په ناڅاپي ډول د افغان وګړو د بیا میشتېدو پروګرام درولی دی.

دا بدلون د کډوالۍ د نوو قوانینو په اړه په یوه تشریحي خبرتیا کې اعلان شوی دی.

دغه خبرتیا د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت خپور کړی دی.

ځینې برېتانيایي رسنۍ لیکي چې د دفاع وزارت پروګرام، د هغو افغانانو لپاره جوړ شوی و چې د برېتانيوي ځواکونو ترڅنګ یې جګړه کړې یا خدمت کړی او “د افغانانو د لېږد او مرستې تګلاره” په نوم یادېږي، د سې‌ شنبې په ورځ له غرمې وروسته ۳ بجې (ځايي وخت) د نویو غوښتنلیکونو پر مخ وتړل شو.
https://taand.net/?p=256081

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې پرون سه شنبه د جرمني پخوانۍ صدراعظمې، انګیلا میرکل، له «دویچه‌وله» سره په مرکه کې د اوسني صدراعظم فردریش مرڅ پر مهاجرت ضد سیاستونو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د پناه غوښتونکو، په ځانګړې توګه هغو افغانانو، چې د منلو ژمنې ورکړل شوې، حقونه باید خوندي وساتل شي.

میرکل ویلي، چې جرمني د افغان وګړو د منلو لپاره پر خپلو پخوانیو ژمنو وفادار پاتې شي. هغې زیاته کړه: “که څوک د جرمني په پوله کې د پناه غوښتنه وکړي، باید همالته قانوني پروسه پرې تطبیق شي، حتی که دا پروسه په پوله کې هم ترسره کېږي، هغه باید له پامه ونه غورځول شي.

هغې دا هم ویلي، چې که څه هم له انساني ‌قاچاقبرۍ سره مبارزه یو جدي ضرورت دی، خو دا باید د هغو کسانو د حقونو خنډ نه شي، چې رښتیا هم ملاتړ ته اړتیا لري.

د میرکل په باور، جرمني د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې نه یوازې انساني، بلکې حقوقي او اخلاقي مسوولیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب