جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران په ۶ میاشتو کې ۴۰ افغانان اعدام کړي

ایران په ۶ میاشتو کې ۴۰ افغانان اعدام کړي

تاند『 چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۱مه』د ایران د بشري حقونو سازمان هنګاو (Hengaw) وايي، د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران حکومت ۴۰ تنه افغانان په دار ځړولي دي.

دغه سازمان پرون سه شنبه په یوه راپور کې لیکلي چې، یاد شمېر افغانان د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د نشه يي توکو، قاچاق، وژنو او نورو لویو جرمونو په تور په دار ځړول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې هم په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۷۳ تنه افغانان په دار ځړولي وو.

د بشر حقونو نړیړالې ادارې په ایران کې په ځلونو د اعدامونو د درولو غوښتنه کړې خو تر اوسه هم ایران د اعدامونو لړۍ دوامداره ساتلې ده.

د نظر خاوندان بیا وایي ایران تل له افغانانو سره سخت دریځ کارولی او په یوه او بله بهانه یې پرې ظلمونه کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب