تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۱مه』د کواد بهرنیو چارو وزیرانو د ګډ ائتلاف له لوري د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د اپرېل برید چې هند پکې پاکستان پړ باله غندلی دی.
د امریکا، هند، جاپان او استرالیا بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه چې له واشنګټن خپره شوې، د پاکستان له نوم یادولو پرته د هرې بڼې ترهګري رد کړې ده.
دوی د ملګرو ملتونو له غړو غوښتي، چې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي څو “د دې کرکجن عمل عاملین، تنظیموونکي او تمویلوونکي” بې له ځنډه عدالت ته وسپارل شي.
یاد برید د اپرېل په ۲۲ مه وشو، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ۲۶ هندي سیلانیان ووژل او نږدې ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
هند د دې برید له امله پاکستان تورن کړ او له امله یې ۳ ورځنۍ جګړه هم وشوه.
پاکستان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي خو د هند له برید وروسته چې د پاکستان په حدودو کې یې د وسله والو او ترهګرو پر نهو مرکزونو وکړ، د جیش محمد ډلې مشرانو تایید کړه چې برید پر دوی شوی و.