جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+چين د ټېنګر دښتې زرغون کمربند بشپړ کړ | جان‌روان ځاځی

چين د ټېنګر دښتې زرغون کمربند بشپړ کړ | جان‌روان ځاځی

چين د جون په ۳۰مې نېټې د ټېنګر دښتې په څنډو کې د شګو د مخنيوي د زرغون کمربند د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

دغه زرغون کمربند ۱۵۳ کيلومتره اوږدوالی او له ۱۰ تر ۳۸ کيلومترو پلنوالی لري او د چين د نينګشيا د هوی قوم کورواکې سیمې په شمال لوېديځ کې د ټېنګر دښتې له سوېل ختیځې څنډې چارچاپېر تاو شوی دی. د ټېنګر دښتې ټول پرخوالی نږدې ۴۳،۰۰۰ کیلومتره مربع ښودل شوی دی.

چين په پراخو او لويو دښتو کې د “سو سو” په نوم نباتات کري، چې هر بوټی یې د ۱۰ متره مربع شګلنې ځمکې د خورېدو مخه نيسي او د دې ترڅنګ د “ژو څونګ ژونګ” په نوم نباتات، چې قيمتي درمل ترې جوړېږي، هم کري، چې دا بوټی بیا د سو سو په رېښو کې ښه وده کوي.

دوی په شګلنو سیمو کې ياد دواړه نباتات یو ځای روزي، چې دا چاره يې هم د صحرا د خورېدو مخه نيسي او هم د کروندګرو عواید زیاتوي.

دا د سیسټماټيکې نظريې کاري طریقه ده، یعنې ټولیز او ځانګړي حالتونه پکې په ګډه تحلیل او حل کېږي.

چين د دښتو د چارچاپېر د زرغونونو کمربندونو په جوړولو کې له دوديزو لارو کار اخلي او يو ډول وچ واښه، چې بیا را زرغونېدای شي، د مربع په بڼه د شګو پرمخ ږدي او د شګو د ښويدو مخه نيسي.

د ټېنګر دښتې د زرغون کمربند کارکوونکو د جون په ۳۰مې نېټې د نينګشيا د هوی قوم کورواکې سیمې د ژونګوې ښار په څنډو کې همدا وچ واښه کېښودل او په دې سره يې د دغه زرغون کمربند پروژه بشپړه کړه.

د ټېنکر دښتې د زرغون کمربند پروژه په ۱۹۵۰م کال کې پيل شوې وه او شاوخوا شپږ لسیزې وروسته د روان کال په جون کې بشپړه شوه.

چين په تېرو دوو کلونو کې د دغه زرغون کمربند د جوړولو لپاره څه باندې ۲.۶ میلیارډه یوانه پانګه ځانګړې وه او په بشپړېدو سره یې د ژونګوې ښار شاوخوا ۳۷۰ زره هکټاره کرنيزه ځمکه، چې پخوا شګو لاندې کړې وه، بېرته را ژوندۍ او زرغونه شوې ده.

د دښتو اداره ډېره ستونزمنه چاره ده او عمده لاملونه یې دا ښودل شوي، چې د صحرا چاپېريال سخت وي او د ادارې لګښتونه يې ډېر او اداري تخنيکونه يې پېچلي وي.

باد د دښتو رېګونه يوه او بله خوا خوروي او کله نا کله پکې داسې توپانونه هم پورته کېږي، چې د صحرا ریګونه پر ابادو سیمو او ان تر ښارونو رسېږي.

ملګري ملتونه وايي، طبیعي پېښې ځمکه ويجاړوي او هر کال نړيوال اقتصاد ته شاوخوا ۴۰۰ ميليارډه ډالره زيان اړوي او دغه ستونزه د اقليمي بدلونونو له امله، چې په هغه کې صحرايي کېدل، لوړه تودوخه، اوږدمهاله وچکالي او بې وخته او بې موسمه بارانونه راځي، لاپسې سختېږي.

د دښتو د شګو د ښويدو مخنيوی اسانه چاره نه ده، که څارنه ترې ونه شي، نو کېنول شوي بوټي او واښه په ډېرې اسانۍ له رېګو او شګو لاندې راتلی شي؛ ځکه په دښتو او صحراوو کې معمولاً توپانونه پورته کېږي او شګې يوه او بله خوا وړي.

د دښتو د خورېدو د مخنيوي په پروژو کې د سیمې اقلیم هم په نظر کې نيول کېږي او داسې واښه او بوټي پکې کرل کېږي، چې په اسانۍ پکې وده وکړي.

پخوا به د ټېنګر دښتې شګلن توپانونه په ابادو سیمو او ښارونو را تاوېدل او د دې دښتې څنګلورو سیمو کې به د شګو بارانونه اورېدل او نږدې کرنيزې سیمې به یې لاندې کولې، خو دغه زرغون کمربند نه يوازې د ټېنګر دښتې د پراخېدو، بلکې تر ډېره یې د شګلنو توپانونو مخه هم نېولې ده.

چين په ۱۹۷۸م کال کې د صحراوو د پراخېدو د مخنيوي په پار د درې شمال پروژه شروع کړې، چې په چوکاټ کې یې د دغه هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځ کې ۴.۹ ميليونه کيلومتره صحرايي سیمې په ځنګلونو پوښل شوې دي.

دا هغه سيمې دي، چې سخت ريګي توپانونه لري او ښېرازې ځمکې یې د صحرايي کېدو ګواښ سره مخ کړې دي.

چين د ۲۰۲۴م کال په نومبر کې د تکلماکان صحرا د زرغون کمربند د بشپړېدو خبر هم ورکړی و.

تکلماکان صحرا د چين د شينجيانګ په جنوب کې موقعیت لري، مساحت یې شاوخوا درې لکه اووه دېرش زره او شپږ سوه کيلو متره مربع ښودل شوی دی او دا په دغه هېواد کې تر ټولو لویه دښته او په نړۍ کې د روانو رېګونو دویمه لویه صحرا بلل کېږي.

 د تکلماکان صحرا د محيط اوږدوالی درې زره او شپږ څلوېښت کيلومتره ښودل شوی او د چين حکومت د دغې صحرا د مساحت د پراخېدو د مخنيوي په پار چارچاپېر کې نيالګي کېنولي او زرغون شوي دي.

 چين د تکلماکان صحرا د زرغون کمربند په بشپړولو سره ۶.۵ ميليونه هکتاره صحرايي شوې ځمکه بېرته اباده کړه او د اصلي صحرا څنډې يې بیا په نښه کړې، چې ورسره د دغه هېواد په شمال کې د ريګي توپانونو څپې خورا کمې شوې دي.

زرغون کمربند يوازې د چاپېريال د ساتلو وسيله نه ده، بلکې دا د انسان او طبیعت ترمنځ د همغږي ګډ ژوند يوه مهمه بېلګه او هم د وچو سیمو د دوامدار پرمختګ يوه ارزښتناکه تجربه کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب