جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهروسیې په مسکو کې د طالبانو سفیر ومانه

روسیې په مسکو کې د طالبانو سفیر ومانه

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۱ مه) د روسیې د خبري اژانسونو د راپور له مخې، یوه طالب دیپلومات د سې شنبې په ورځ د افغانستان د سفیر په توګه په روسیه کې دنده پیل کړه.

د مسکو ټایمز او د تاس خبري اژانس پر اساس، دا په ۲۰۲۱م کال کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته لومړی د ېالبانو لومړنی استازی دی چې په روسیه کې د سفیر په توګه کار پیلوي.

ګل حسن، چې مخکې په پاکستان کې قونسل پاتې شوی، د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې پلازمېنې ته ورسېد.

د افغان سفارت یوه چارواکي پرون فرانس‌پرس خبري آژانس ته ویلي چې “نن (سې شنبې) د حسن د راتګ تمه وه”.

وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت له ۲۰ کلنې جګړې وروسته وپرزاوه او بېرته واک ته ورسېدل، مسکو له طالبانو سره خپلې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي،

چین، متحده عربي امارات او یو شمېر نورو هېوادونو هم د طالبانو له خوا ټاکل شوی استازی منلی، که څه هم تر اوسه هېڅ هېواد دا ډله د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

د ېالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته روسیې هڅه کړې چې له هغوی سره خپلې اړیکې عادي کړي؛ د سږ کال په اپرېل میاشت کې یې هغوی د “ترهګرو سازمان” له نوملړه وایستل او رسمي غونډو ته یې بلنه ورکړه.

خو روسیه په عین حال کې افغانستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد بولي او وايي چې تر ۲۰ ډېرې تروریستي ډلې په دغه هیواد کې مېشتې دي.

د روسیې دفاع وزیر وايي، ترهګر له منځني ختیځه افغانستان ته روان دي

خو په عین حال کې روسیه لومړنی هېواد و چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې په کابل کې د سوداګرۍ د استازولۍ دفتر پرانیست، او پلان لري چې افغانستان د جنوب ختیځې آسیا پر لور د ګازو د لېږد لپاره د ترانزیت مرکز وګرځوي.

د ۲۰۲۴م کال په جولای کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین طالبان “د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې متحدان” وبلل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب