جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد روسیې دفاع وزیر وايي، ترهګر له منځني ختیځه افغانستان ته روان...

د روسیې دفاع وزیر وايي، ترهګر له منځني ختیځه افغانستان ته روان دي

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرېان ۶ مه) د روسیې د دفاع وزیر د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې وویل چې لا هم له منځني ختیځ څخه افغانستان ته د وسله‌والو د انتقال بهیر روان دی، نو باید د ترهګرۍ له ګواښونو سره د مبارزې لپاره سیمه‌ییزه امنیتي همکاري زیاته شي.

د  روسي خبري اژانسونو د راپور له مخې، د روسیې دفاع وزیر “اندري بلوسوف” پرون (پنجشنبې) د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبرداری ورکړ چې له منځني ختیځ څخه افغانستان ته د وسله‌والو راتګ دوام لري، او د تروریستي مفکورو پراخېدل په افغانستان کې د ناامنۍ او ترهګریز ګواښ اصلي سرچینه ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې دوامداره بې‌ثباتي له سرحدونو څخه هاخوا د جرمونو او د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو سبب شوې، چې د دې سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته جدي خطر پېښوي.

بلوسوف د شانګهای د همکارۍ له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد همږغي لا ډېره کړي او ګډ اقدامات ترسره کړي.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، ده د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړیو وغوښتل چې له افغانستان، سوریې او اوکراین څخه د راولاړېدونکې سختدریځۍ او افراطیت پرضد ګامونه واخلي،

دا په داسي حال کې ده چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی او اوکراین وايي چې د روسیې د یرغل قربانی شوی دی،

هغه دا هم وړاندیز وکړ چې امنیتي همکارۍ باید د دې سازمان په چوکاټ کې د دوه‌اړخیزو خبرو، تعلیمي فعالیتونو او ګډو نظامي تمریناتو له لارې پراخه شي، ترڅو د سیمې د ګواښونو پر وړاندې اغېزناک ځواب ورکړل شي.

بلوسوف زیاته کړه چې روسیه چمتو ده خپله نظامي تجربه له سیمې سره شریکه کړي.

تر دې وړاندې هم  د ګډ امنیت تړون سازمان او نورو سیمه‌ییزو بنسټونو اندېښنه ښودلې چې ممکن د افراطي ډلو او وسله‌والو نفوذ له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته پراخ شي.

روسیه ادعا کوي چې په افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې رادیکاله ډلې چې تر ۱۵ زرو زیات وسله‌وال لري، فعاله دي، او دا د سیمې امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.

سره له دې چې روسیه ظاهراً د طالبانو له حکومت سره نژدې اړیکې لري، تل په افغانستان کې د تروریزم له درکه اندېښنه ښيي او په دې توګه په ځانګړي ډول د افغانستان شمالي هیوادونه بېروي. دا په داسي حال کې ده چې په تېرو نژدې ۴ کلونو کې د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هیڅ هیواد ته کومه وسله واله ترهګره ډله نه ده اوښتې او نه د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا کوم هیواد ګواښل شوی دی.

د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي چې له افغانستانه به هېڅ هېواد ته خطر نه پېښېږي، او دا یې هم ویلي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې ځپل شوي او نور په افغانستان کې ځای نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب