جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه مسکو کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارل شوې چې د...

په مسکو کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارل شوې چې د وهل شوي افغان ماشوم قضیه تعصیب کړي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۵ مه) د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوه بیلاروسي تبعه له‌خوا د ماسکو په شیرمیتیوو نړیوال هوایي ډګر کې له یوه افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي پېښه له نژدې تعقیبوي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په مسکو کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارل شوې چې دا قضیه له دیپلوماتیکو او حقوقي لارو تعقیب کړي او د پایلو راپور یې وزارت ته وړاندې کړي.

وزارت زیاته کړې چې په روسیه کې د افغان ماموریت مشر، حافظ عبدالله یاسر، له ماشوم سره لیدلي، او د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورلېږل شوې مالي مرسته یې هغوی ته وسپارله او د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړی.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې له هغه ځایه چې مجرم اوس مهال په توقیف کې دی، وزارت د روسیې له فدراسیون څخه غواړي چې دا قضیه په جدي ډول وڅېړي او ډاډ ترلاسه کړي چې عامل ته قانوني سزا ورکړل شي.

د بیلاروسی سیلاني  له لوري د ماسکو په شیرمیتیوو هوایي ډګر کې د افغان ماشوم د وهلو عمل په امنیتي کمرو کې ثبت شوی. ۱۸ میاشتنی افغان ماشوم شاوخوا ګرځېده چې ناببره د بیلاروسي وګړي پورته کړ او په زور یې پر ځمکه وغورځاوه.

دغه ماشوم، چې یزدان نومېږي، له خپلې مور سره له ایران څخه د بریدونو له امله روسیې ته تللی و.

اوس مهال یزدان د مسکو په یوه روغتیايي مرکز کې بستر دی، او د هغه وضعیت یو ځه ښه بلل شوی دی.

په لومړیو کې نوموړی د کوما په حالت کې و.

مسکو کې پر ځمکه د ویشتل شوي افغان ماشوم حالت نازک دی

3 COMMENTS

  1. ما دا ویدیو په انستګرام کي ولیدل ویل کیږي سي سوډر روسي یهود خنزیر وه. 😭که څه هم د بیلاروسې جمهور رئس ځانته ډیر د بشریت خواخوږی وایی خو د صیهونیستو د غلامي ځنځیر یې غاړې ته اچولی.بیا افغانستان دولت دغه سوډر ته شکایت وکړي.

  2. د افغانې ښځی د قتل بازخواست په ایران کی چا وکړ چی د دې ماشوم بازخواست په مسکو کی څوک وکړی. هغوی چی په بین المللی سطح څوک په رسمیت نه پیژنی په والله سپی یی خبرو ته غوږ شی. افغانان بازخواستګر نلری الله دی ورسره کمک شی.

  3. دا سړی خو یهود کافر دی ډیره ګیله نده پکار، دا د پاکستان مسلمان به څنګه شی چې به دی پېښې یوه ورځ مخکی یی یوه اته کلنه افغانه ماشومه بی سیرته کړی او بیا یی وژلې ده !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب