پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمسکو کې پر ځمکه د ویشتل شوي افغان ماشوم حالت نازک دی

مسکو کې پر ځمکه د ویشتل شوي افغان ماشوم حالت نازک دی

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۵مه』د وروستیو معلوماتو له مخې یوه بیلاروسي وګړي ۲ کلن افغان ماشوم په ځمکه ویشتلی، چې د کوپړۍ او ملا تیر د سختو ټپونو له امله په کوما حالت کې تر جدي مراقبت لاندې دی.

دا پېښه پرون چهارشنبه د مسکو په شیرمتیو نړیوال هوايي ډګر کې شوې.

یاد بیلاروسی وګړی د پولیسو له لوري نیول شوی او دا مهال ترې تحقیقات روان دي.

ژوبل افغان ماشوم یزدان نومېږي او که څه هم د دې زړه بوږنوونکې پېښې علت نه دی معلوم، خو خپاره شوي معلومات ښيي، چې بیلاروسي وګړي د نشې حالت کې دا کار ترسره کړی دی.

له دې پېښې سره سم په نړیواله کچه د افغان کډوالو په تړاو پراخې اندېښنې پیدا شوې دي.

تر اوسه په مسکو کې د طالبانو استازو د دغې پېښې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د پلټنو په تړاو کوم جزییات ورکړې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې خپره شوې وېډیو ته افغانانو سخت غبرګونونه ښودلي او بیلاروسي وګړي ته یې د ختې سزا غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...