Homeخبرونهیوه ورځ کې تر ۳۰ زره زیات افغان کډوال له ایرانه راستانه...

یوه ورځ کې تر ۳۰ زره زیات افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۵مه』 هرات ولایت کې د طالبانو ځايي مسؤلانو تازه خبر ورکړی، چې پرون چهارشنبه له ۳۰ زره زیات افغان کډوال له ایرانه هرات ته راستانه شوي دي.

یاد ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله متقي زیاته کړې، چې هرات کې د کډوالو راستنېدو لړۍ روانه ده او لسګونه غټ موټر پر لار دي.

د نوموړي په خبره، چې د طالبانو حکومت د مهاجرينو کمېټې غړي د ټولو راستنو شویو هېوادوالو په خدمت بوخت دي او ټولو ته د خوراک څښاک تدابير شته.

سرچینه زیاتوي چې د راتلونکو نورو مهاجرينو لپاره هم ترتیبات نیول شوي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران ـ اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایران کې د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه افغانان هېواد ته راستنېږي.

له ایرانه د کډوالو راتګ داسې مهال په زیاتېدو دی چې هره ورځ له پاکستانه هم لسګونه افغان کډوال راستنېږي.

د روان کال ۵ میاشتو کې ۱.۲ ملیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...