یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبکره کتنهلنډکي شعر که نثري شاعري؟ | هوسۍ طارق

لنډکي شعر که نثري شاعري؟ | هوسۍ طارق

ادبیات د نظم او نثر پراخه لمنه ده، په دې ډګر کې مختلف ژانرونه  لیکل شوي ، بدلون یې موندلې او لا د بدلون په لور روان دي،  ځکه  د ژوند غوښتنې پرته له بدلون امکان نه لري او دغه بدلون په هر ډګر کې امکان لرلای  شي که شعر ، نثر يا  بله هر ادبي ژانر وي ،لومړی راځم هنري نثر ته چې هنري نثر څه ته ویل کیږي ؟

هنري او ادبي نثر هغه نثر ته وایي چې هنري ارزښت یا هنریت ولري په هنري نثر کې لیکوال هڅه کوي چې د بیلابیلو منظر کښنو ، انساني خصوصیاتو ، روحیاتو، عاداتو ، حالاتو او داسې نورو مسایلو په الفاظو کې د انځورولو او نورو ته د وړاندې کولو لپاره خپل تخیلي ځواک څخه کار اخلي . حالات ، واقعیتونه یا پیښې په الفاظو کې داسې رانغاړي چې لوستونکی یا اوریدونکې فکر کوي چې هر څه په خپلو سترګو ویني او ځان ورته په صحنه کې شامل ښکاري . چې په پښتو ادبیاتو کې د هنري او ادبي نثر بیلګې دادي :  ناول ، رومان ، لنډه کیسه ، ادبي ټوټه ، ډرامه ، طنز ، داستان ، ادبي راپورتاژ، سفر نامه، ادبي لیکونه. دغه ژانرونو ته که له هره اړخه وڅیړو نو د لنډکي شعر سره اړخ نه لګوي نو په کوم اساس لنډکي شعر ته د هنري نثر نوم ورکول کیږي؟ که موخه د همدغه هنري نثر له ژانرونو څخه وي ځکه پښتو ادبیاتو کې د هنري نثر په ژانرونو کې موږ همدغه ژانرونه پيژنو که کوم بل ژانر څخه مو موخه وي نو موږ ته یې هم پیژندل اړین دی .

د هنري نثر یوه بیلګه د الفت صېب په دې لیکنه کې موندلې شو .

د غلو ‌ډیوه

سپوږمۍ ورکه شوه ، ډېره تیاره وه ، غله په تورتم کې راغلل ، په کاله ننوتل .

دوی خبر نه ول چې ښه ښه مالونه چیرته ایښي دي ، ځکه یې ډیوه ولګوله او مال یې لټاوه .

د کور و کلي خلکو چې رڼا ولیده ، راپاڅیدل ، د غلو مخه یې ونیوله او غله یې وپيژندل .

یوه وویل : له تورتم نه د غلو ډیوه هم ښه ده ، موږ غله په رڼا کې ولیدل او راويښ شولو .

هو ! موږ غلو راویښ کړو .

زموږ په کور کې غلو ډیوه ولګوله .

د الفت کلیات (نوی سبک او نوی ادب)

ځینې په دې اند دي چې: ( شعر کوتاه بشپړ شعر نه دی )

ځواب : اول راځو ګورو چې خپله شعر څه ته وایي ؟ که په دې برخه کې د الفت صېب کلیاتو ته مراجعه وکړو بې ځایه به نه وي . خو په دې هیله چې دغه مراجعه او د الفت صېب خبرې په دې مانا وانخیستل شي چې زه بېرته د یو پخواني منل شوي فکر په وړاندې کولو خپل فکر باندې د قبولیت ټاپه لګوم . نه، مطلب مې دا چې الفت صېب د انتقادی ریالیزم لیکوال و او هغه وخت یې لیکل کول چې نړۍ کې د پوسټ مډرنیزم مفکوره خپره شوی وه، نو الفت صېب هم د شعر په برخه کې ځینې یادونې کړي چې انسان نوی بدلون او د تحول منلو ته اړ باسي، که هغه د شعر برخه کې وي یا د نثر؛ لکه چې وایي: (شعر یو داسې کلام ته وایي چې په زړه او احساس تاثیر کوي او په کلاسیکي تعبیر (بدیعي احساسات راولي) هغه خو ارومرو شعر دی ، نو که ځینې نور شیان هم شعر وي ، وي به خو هغه شعر چې خلک پرې یو شاعر ستایي ، هغه همدغه شی دی او په الفاظو کې ځای لري . د دې شعر د عناصرو او اصلي اجزاوو په اړه ډیرې خبرې شوي دي، چا په شعر کې وزن ډیر مهم جز بللی دی او چا ادبي صنعتونو ته په ډېره کمه اعتنا کتلي دي، پخوا به خلکو دغه شعري صنایع چې ځینې لفظي او ځینې مانوي دي ، د شعر په ماهیت او حقیقت کې داخل ګڼل ، خو اوسني یې د شعر لباس او زیور بولي، همدا لامل دی چې د پخوا وخت مبصرینو او منتقدینو دغو صنعتونو ته په اصلي نظر کتل او د شعر قیمت یې په همدغه معیار سنجاوه . د دوی په نظر کې ښه شعر هماغه و چې کوم مانوي صنعت پکې و یا به پکې له لفظي صنایعو کار اخیستل شوی و . مګر اوس څوک په  دغه راز جامو او کالیو نه غولیږي او د شعر ناوې پخپله ګوري، په دې کې څه شک نشته چې یو ښه لباس په هر وخت کې هر چا ته ضرور دی او بې لباسه شیان ښه نه ښکاري خو لباس په هر وخت کې تغییر کوي او د زیب او زینت سامان وخت په وخت بل راز کیږي کله خلک اوږدې جامې اغوندي کله لنډې ، یو وخت بخۍ او چکنونه رواج وي بل وخت ساده لباس ښه ګڼل کیږي کله په کالیو کې ډېر افراط کیږي او کله بیا هغه پاېزېبونه او د سرو نتکۍ له رواجه ولویږي. شعر هم په دې وخت کې خپل لباس او زیور له پخوا نه بل راز اړولی دی او هغه ټول پخواني کالي نه اغوندي که څوک یې په ډېر زور او تکلف ورواغوندي نو خلک یې نه خوښوي ، بلکې عېب یې ګڼي .

د الفت کلیات (ادبي بحثونه ۳۷۱ پاڼه )

نو موږ هم باید دغه بدلون ومنو او د منلو مفکوره باید ولرو، تل ټولنه او خلک هماغه زړه نغمه نه خوښوي . بدلون د ژوند ستر راز دی . کله کله د شاعر یوه کلمه هم شاید د یو ستر دیوان نه ډېره زیاته ارزښت ولري ځکه هره هغه وینا چې له زړه  او پرته له تکلف وي  په سل هاوو نورو زړونو اغېز کوي او د لوستونکي احساسات راپاروي .موږ دغه حق نه لرو چې د خپلې مطالعې پر بنسټ د شاعر هماغه یوه کرښه یا یوه جمله یا څو کرښې چې د ځینو په وینا د شعر د وزن ، قید او ردیف څخه آزاد وي تر نیوکې لاندې ونیسو او بالکل د شعر له ژانر څخه يې وباسو او په نثري قالب کې یې راولو . که خبره د بشپړتیا وي نو شعر خو یو ژانر دی داسې څه ونومول شي چې هغه بشپړ وي ؟ که هماغه وزن قاقیه او ردیف لرونکې شعرونه بشپړ وي نو دیوانونه به نه ډک کېدل، شعر داسې بهیر دی که هغه لنډکي وي او که قافیه لرونکی خو خاتمه نه لري، ځکه شعر د انسان ‌ذوق خړوبوي انسان څنګه چې د ژوند کولو لپاره خوراک څښاک ته اړتیا لري همداسې د خپل روح د تندې د ماتولو لپاره شعر ، نثر او په سل هاوو نورو لیکنو ته اړتیا لري نو په دې صورت کې که د قافیه لرونکو شعرونو تر څنګ لنډکي شعرونه هم ځای ومومي او دا چې ځوانان پرې لیکنې کوي د خپلې ټولنې هینداره منعکسوي نو دې کې څه ستونزه؟ او که خبره د ایراني د ناکام ژانر څخه وي چې  پښتو ادبیاتو کې دود شوی نو پوښتنه دلته ده چې ناول ، رومان ، داستان  … او نور هم پښتو ادبیاتو کې باید دود شوي نه وای ځکه دا خو هم له نور ژبو راغلي او هره لیکنه لومړي سر کې له کامیابو سره نه مخ کیږي نو د هېوادمل استاد په قول د نويو تجربو په ترسره کولو کې څه ستونزه ؟ او دومره چې پښتو ژبه او ادبیات کار ته اړتیا لري د نړۍ بله ژبه یې شاید ونه لري، که دا د بلې ژبې ناکام ژانر هم وي خو زموږ لیکوالان یې لیکي او د پښتنې ټولنې  د پایښت په برخه کې هڅه کوي، نو دا ستونزه ده که امتیاز، دا پریکړه پر تاسې؟ باید له داسې مخالفتونو ډډه وشي ځکه زموږ ژبه او ادب کار ته اړتیا لري نو اړینه نه ده، دغه  کار چې تل د قالبونو محتاج وي او د خپلې خبرې د بشپړولو لپاره موږ یو اته بیتیزه غزل ولیکو دا چې په څو کرښو کې یې بیانوو د ادبیاتو له هيڅ اړخه باید ورسره مخالفت ونه شي .

الفت صېب د ادبي بحثونو په بل ځای کې شعر د حمید په نظر کې بیانوي:

شعر نه دی دا خوناب د زخمي زړه دی

یا دستي وتلی دم له خولې د مړه دی

یا نغمه د نیم بسمل مرغه د خولې ده

یا مجنون ته معما ښکلې لیلی ده

یا د وینو اباسیند وهلی موج دی

یا له ښاره د حیرت وتلی فوج دی

دلته که څه هم حمید په ظاهره کې وایي چې شعر نه دی خو مطلب یې دا دی چې همدغه شی شعر دی او په دې درې بیتو کې دی خپله نظریه د شعر په اړه پوره ښکاره کوي که څوک دا بیتونه په دقت وګوري هغه پوهیږي چې حمید شعر ته څه وایي او شعر د ده په نظر کې څنګه ښکاره شوی ؟ ( د دې بیتو مورد به خاص وي مګر حکم یې عام دی ) دی وایي شعر یا د زخمي زړه خوناب دی، یا هغه وروستی دم دی چې له صورت او کالبوت څخه په ‌ ډېر حسرت وتلی وي او ‌‌ډیرې ارزوګانې یې پرې ایښې وي یا د عشق د نیم بسمل مرغه ده یا مجنون ته د لیلی معما ده یا د وینو د جوش موج یا زښت زیات حیرت دی ، چې دی ورته فوج وایي او د حیرت له ښاره یې راوتلې ګڼي . د حمید زیات مهارت په دې کې دی چې د شعر په تعریف کې زښت زیات تردد ښکاره کوي او سړی پوهوي چې شعر پيژندل څه اسانه کار نه دی دا اسانه خبره ده چې سړی وایي شعر د انسان بدیعي احساسات  خوځوي خو که پوښتنه وشي چې څنګه او په څه راز ؟ او شعر دومره اغیزه له کومه کړ ؟ نو خبره ډیره ګرانیږي او د حمید غوندې یو موشګاف بویه چې دا ځواب ووایي او د شعر په معرفي کې د شعر د تاثیر علت او سبب هم بیان کړي .

د حمید دغه تعریف چې د شعر لپاره  شاعرانه تعریف دی موږ دې ته ملتفت کوي چې شعر یو درد او احساس، یو د عشق او جمال پېغام ، د یوه هېجان او اعجاب او تحیر موج او فوج دی چې په الفاظو او کلماتو کې یې ګورو .

شعر د شیدا په نظر:

مضمون د شعر لکه پیکر دی

رنګین الفاظ یې رخت و زیور دی

ورته ضرور دي  دا دواړه څیزه

پیکر که هر څو دلربا تر دی

شیدا هم په شعر کې پیکر او زیور سره بېل کړي دي او داسې نه کوي چې یواځې رنګینو الفاظو ته شعر ووایي او شاعري په الفاظو کې ولټوي خو بې رخت و زیوره پیکر هم  نه خوښوي او په دې ضرورت اقرار کوي که رښتیا ووایو له دغه ضرورته هیڅوک سترګې نه شي پټولی او رنګین الفاظ دا حق لري چې رخت او زیور یې وبولو ځکه چې د الفاظو تاثیر یوه منلې خبره ده او هر څوک پوهیږي چې ادبي کلمات په هر چا او هر ځای کې قوي حاکمیت لري . ډېر شعرونه شته چې یو مضمون پکې راغلې دی او د توارد په اثر کې هغه څه چې یوه شاعر ویلي بل هم ویلي دي خو د یوه الفاظ شاعرانه دي او د بل نه دي، ځکه  د یوه شعر ښه ګڼل کیږي او د بل هغومره نه .

د الفت کلیات (ادبي بحثونه ۳۷۵ پاڼه )

نو کله چې په یو شعر کې رنګین الفاظ چې د لوړ خیال زیږنده وي او پیاوړی مضمون ولري د لوستونکي احساسات  راوپاروي نو څه فکر کوئ چې له شاعر سره به یې بې انصافي نه وي چې لنډ او آزاد شعر ته یې د شعر په سترګه ونه کتل شي؟ د اناهیتا روهي، زیار صېب او د ومان نیازي د شعر بیلګې :

ریښتیا

په هینداره کې تصویره

زه دې په خندا

او په دې شوخ نظر

نه تېر وځم

ما دې تر څټ ریښتیا

لا پخوا لوستې ده

تربتې چیغې ۷۱پاڼه اناهیتا روهي

ـــــــــــ

تش راټولول

که د میږي غوندې

ټول ژوند په راټولولو تیر شي

نو

لګولو ته به څه وخت پاتې شي

۱۹ – ۱ -۹۳

پوهه او ګروهه ۲۳ مخ

ـــــــــ

شیشه

په یوه جمله کې

څو کلمې ماتې شوې

شیشې یې ټولوم

د سکرو بخۍ ۱۵۴ پاڼه

ــــــــ

دغه شعرونه له کومه اړخه نثري لیکنو ته ورته دي ؟ هر یو یې په لنډو جملو موږ ته لوړ پیغام راکوي چې د زړه خبره په کلمو کیږي، مقالو ته پکې اړتیا نشته چې هرومرو خپل فکر په قالبونو کې قید کړو چې باید او باید دغه قاعدې ولري . شعر پرته له خیال هیڅ دی که هغه قافیه وال وي یا لنډکي شعرونه  ، هر لنډکی شعر د لوړ تخیل پربنسټ رامنځ ته شوی وي نو څوک د دې حق نه لري چې دغه شعرونه د شعرونو له قالب څخه وباسي او د هنري نثر په کتار کې یې راولي او تر ټولو مهمه دا چې هر مسلک خپل خاص کاروونکي او پوهان لري چې د خپل مسلک په هکله یې پریکړه کوي، نو دا هم زما ، ستا او د نورو کار نه دی او نه حق لرو چې د یوه ژانر د نومونو او اصولو په اړه بحث وکړو یا نظر ورکړو . که مثبت څه نشو ویلې نو له منفي نه خو باید ډډه وکړو او هرې کیسه ګۍ ته که چيرې هنري نثر وایو نو بې ځایه به نه، بلکې له کیسه ګۍ سره به انصاف هم وي لکه

(په تمه وم چې سږ به ځینې ګلان راشنه شي خو نه شنه شول او نه راوغوړیدل شاید بل ځای له بل پسرلي سره مخ شوي وي.)

ارواښاد استاد پسرلي تربتې چیغې ۱۸۸ پاڼه

بله بیلګه: زه له ژوند سره مینه لرم، نو ځکه مې له ده سره خپلې هیلې تړلې دي .

ته په دې پوهیږې چې زه مې د مینې لپاره هره هیله د ذهن په هینداره کې سینګاروم ؟

تربتې چیغې ۱۹۴ پاڼه

ډالۍ

غواړم خوبونه مې تاته ډالۍ کړم، تر څو زما په سترګو زما روح احساس کې او په وزرونو یې والوځې .غواړم پوه شم چې زما روح تا چېرته وړي او زما د یاغي احساس په نړۍ کې ، تا چا ته مخامخ دروي؟

 پاڼه ( ۲۰۰ ) اناهیتا روهي تربتې چیغې

بله بیلګه د لنډکي شعر او هنري نثر

قاموس

له تا سره ډېر الفاظ پراته دي

خو زما لپاره نه دي

زه په خپله ځان ته لفظ  یم

د ادراکو په قاموس کې

تربتې چیغې ۹۱ پاڼه

ــــــ

خوب

د خوب په څېر دې له ځانه سره یوې سپیڅلې نړۍ ته یوړم. ته تږې وې . ما لپه له اوبو را ډکه کړه تا ته مې در روانه کړه ستا خوا ته یو ګام پاتې و چې  مې سترګې وغړیدې ، هره خوا مې وکتل ته نه وې لپه مې تشه وه خو د ټیکري پیڅه مې په اوښکو لمده وه .

تربتې چیغې ۱۹۴ پاڼه

نو د لنډکي شعر او د هنري نثر د دواړو تر منځ ډېر توپیر دی چې هر یو یې ځانته ژانر او جوړښت لري. زموږ له لید لوري سره تړاو لري چې کوم ژانر ته په کومه سترګه ګورو.

استاد اجمل ښکلی د لنډکي شعر په اړه خپل نظر داسې بیانوي : ( فورم یو نړیوال څیز دی اوس چې د شعر خبره ده د شعر دودیزې مانا پر خلاف یوه نوی مانا لري لنډکیو کې وزن نشته او شعر پخوا دی ته ویل کیده چې وزن  یې درلود . شعر چې د نظم او وزن پر خلاف محتوا ګڼل کیږي نو که شعر محتوا ګڼو نو په دې اساس ویلی شو چې هم په نثر او هم په لنډکي شعر کې ویلی شو . سره له دی چې لنډکي شعرونه د چوکاټ له پلوه نثر دی خو د نورې محتوا لکه عاطفه ، تخیل ، استعاره او سمبول له پلوه معاصر وخت کې د شعر د نوی تعریف په اساس د حجم له پلوه یوه ورکوټی برخه د سپین شعر په مقابل کې لنډکي شعرونه دي . که موږ ورته هر څه ووایو که نثري ټوټه او که لنډکي شعر د ادبیاتو له دایرې نه وځي نو ښه ده چې نثري ټوټه ورته ووایو . لنډکي شعر یو short snap   دی د طبیعت او اجتماع دواړه برخې پکې شاملې دي کله چې نظم کې  پوره یو موضوع اخلو بیا یې په شاعرانه استدلال او منطق باندې تحلیل کوو . یا مثلا موږ  پوره ډرامه لیکو اوس وخت کې یوازې یوه صحنه یې اخلو هغه صحنه یو پیغام وړه پرده موږ ته ښیي یوه څرک موږ ته راښيي فلهذا لنډکي شعر د پخوانیو شعرونو پرخلاف یو تصویر راباسي د طبیعت او اجتماع ځینې موضوعات کله په اوږده ژبه او کله په لنډه ژبه بیانوي.

د لنډکیو ارزښت په دې کې دی چې ځینې موضوعات داسې وي چې په لنډه توګه بیان شوي تجسس رامنځ ته کوي  پوره خبره نه کوي که پوره خبره وکړي نو تحلیل رامنځ ته کوي او د دغه فورم له چوکاټ څخه راوځي سره له دې چې د حجم له پلوه لنډ دی مګر موږ ته د اجتماع ، طبیعت شاعرانه تخیلي څرک راښیي.

همداسې استاد صدیق الله بدر خپل نظر په دې تړاو داسې بیانوي : لنډکی د خیال او انځور شعر دی، یوه راټوله وینا ده او په لنډو ټکو کې د یو پراخ مفهوم بیانوونکی کلام دی، د ابلاغ ستونزه اصلا په کې نه محسوسیږي او واضح او څرګنده وینا ده .

لکه څنګه چې د وخت په تیریدو سره په هر څه کې نوی والی او بدلون راځي د شعرونو په شکل کې هم د بدلون تمه منطقي  ده اوس خلک ډیر بوخت دي او غواړي چې یوه لنډه شيبه کې له یوه ښکلي خیال نه خوند واخلي او لنډکی شعر یې دا مراد پوره کوي. موږ ډیرې داسې شاعران لرو چې وایي ما چې ونه شو کولای خپل خیال په غزل کې راونغاړم نو ازاد شعر ته مې مخ کړه دا د لنډکي شعر د شاعر کمال دی چې د څو ( پنځو شپږو ) کلماتو په راوړلو سره یو لوی خیال او انځور زموږ مخې ته ږدي . شعر په اصل کې تخیل دی او ریتم یې ملزومه ده دا که داخلي اهنګ یا ریتم وي یا بهرنی او که چیرې کوم نثر دغه خصوصیت ولري نو ورته شاعرانه نثر وایي .

 د دري ادبیاتو ښاغلی استاد محمود جعفري د لنډکي شعر د مخالفین د نظریاتو په تړاو خپلې څرګندونې داسې بیانوي : دا چې شعر مشخص تعریف لري که نه په هکله یې دوه نطریې شتون لري؛ یوه ډله په دې اند دي چې شعر د نورو پدیدو په څیر د تعریف وړ دی موږ کولای شو چې د ځانګړنو سره یې تعریف کړو او له نورو هنري او ادبي پدیدو سره یې توپیر وکړای شو . خو بله ډله ادبپوهان په دی اند دي چې شعر او هنر په ټوله کې د تعریف وړ نه دي که څوک یې تعریف کوي هم نو دغه تعریف یې په صورت وي نه په ذات او د هنر ذات ته موږ لاسرسی نه لرو نو په دې اساس لنډکیو شعرونو یا شعر کوتاه ته هم دغه  خبره صدق کوي .

که لنډکی شعر د یوې عامې مانا په توګه په پام کې ونیسو نو لکه  ( لنډۍ ، تک بیتي ، دوبیتی ، رباعی، ترانه ، سه ګانه ، سپین  لنډ شعر ، شعر نیمایي کوتاه ) یا که چیرې موخه مو له چوکاټونو او ژانرونو وي چې جاپان کې د هایکو په نامه یادیږي او په فارسي ادب کې د شعر کوتاه ، هایکوواره ، ترانک …بلل کیږي چې دا یو ځانګړی قالب دی، د یوې خاصې ډلبندۍ سره که څه هم په ځینو ځانګړنو کې یې اختلاف نظر شته دی خو په ټوله کې یو ځانګړی ژانر دی چې تر اوسه یې زموږ په ټولنه کې خپل خاص ځای نه دی موندلی او له څو کلونو ډیر عمر نه لري . د یادونې وړ ده چې  په ټولو هنري او ادبي لیکنو او ژانرونو کې قاطعیت نشته ، ژانرونه ماتولی او په بل اصل کې یې بدلون ورکولی شو، لکه همدغه عروضي وزن چې په نننۍ موسیقۍ اوښتې ده . هغه لیکوالان چې تازه شعر سره آشنا شوي دي په توپیر یې نه پوهیږي او له شعر سپید کوتاه ، پرسیکه ، سه ګانه او کاریکلماتور یې نشي توپیر کولای خو هغوی چې په دې لار کې له کلونو راهیسي زیار باسي په ډیر آسانۍ سره  دغه لنډ شعري ژانرونه تفکیک کوي. همدا راز استاد زیاتوي چې زما په اند اړینه نه ده  چې دغه ژانر بل چیرته هم کارول شوی که نه؟  کامیاب دی که ناکام؟ مهمه داده چې موږ څنګه خپل ادب کې له یوه ژانر څخه ګټه پورته کوو او څنګه یې د خپلې ژبې له فرهنګ، دود او د خپلې ټولنې له ‌ذهن سره نښلوو .د دري ژبې دغه شعري قالبونه د فارسي ادبیاتو په مختلفو حوزو کې استعمالیږي. دا عیب نه دی زما په نظر عیب دادی چې کټ مټ په خپله بڼه یې کاپي شي. لنډ شعرونه اصل کې د جاپاني ادبیاتو سره تړاو لري چې هلته یې وده موندلې او همداسې په نورو ژبو لکه فرانسوي، انګریزي او فارسي ادبیاتو کې پیژندل شوی او د تقلید بڼه یې غوره کړې او نن د یوې ژانر په توګه په فارسي ادبیات کې پیژندل کیږي .

زه په دې اند یم چې د لنډ شعر ژانر یو له کامیابو ژانرونو څخه دی. سره له دې چې اوږد عمر نه لري خو نن ګورو چې ډیری شاعران په دې ژانر کې شعرونه لري او دلیل یې دادی چې په دې ژانر کې ځینې داسې ټکې شته چې په نورو ژانرونو کې نه لیدل کیږي لکه لنډوالی ، ذهني انځورونه ، طنز ، د ژبې ،ذهن او د مخاطب له روح سره تړاو او ذهن کې د پاتې کیدو ځانګړنه یې .

هو ! د دري او پښتو  ژبې او ادب په خپل جوړښت کې سره ډیر توپیرونه او مشترکات لري . په دې برخه کې باید ویوونکي یې له پامه و نه غورځو. هغوی چې افغانستان کې ژوند کوي ټول یې افغانان دي ګډ تاریخي ارزښتونه ، ګډ فرهنګ ، دین ، ګډې جغرافیوي ښیګڼې دغه ټول مشترکات د دې لامل شوي چې ګډه ژبه هم ولرو . سمه ده چې دري او پښتو ظاهرا د جوړښت پر بنسټ توپیر لري خو  دواړه ژبې یوه ریښه لري چې   ویي ( لغات )  یې د ماناو او مفهوم له مخې سره نږدې دي .

او که چیرې ډیری په دې اند وي چې د نورو ژبو له ژانري قالبونو څخه باید په نورو فرهنګي حوزو کې کار وانخیستل شي نو دا یوه منطقي خبره نه ده. موږ کولای شو د نورو ژبو ادبیات په خپل ادب کې د خپلې ژبې د ادبیاتو په ګټه استعمال کړو . د ادبیاتو ځانګړنه  (جریان ) دی چې له یوې ژبې نه بلې ژبې ته اوړي. مهمه دا ده چې دغه کارول او خپله ژبه کې مو ځای پر ځای کول یې منطقي وي او داسې یې بیان کړو چې زموږ د خپلې ټولنې هینداره وي. ځکه په پټو سترګو کاپي کول په ادبیاتو کې مناسب نه دي.

( لیکنه، شعر ، نظم  او ادبیات هله ارزښت مومي چې لوستونکي ولري، لنډکی شعر لوستونکي لري، ځوانان یې خوښوي، خلک یې اوري، خلک ترې خوند اخلي.. نو ادبیات نور څه ته وايي. موږ دا حق له چا نشو اخیستی چې څه دې نه خوښوي!

و به منو چې لنډکی شعر نه قبلوو، سمه ده ! په دې نوم تیر وختونو کې څه نه لرو، او ادبي تاریخ کې مو ددې ژانر پاڼه خالي ده خو دغه لنډې لیکنې چې په ټولنیزو شبکو، کتابونو، او مجلو کې رواج شوي او خپریږي ، تاسو ورته څه نوم ورکوئ؟

ایا موږ او تاسې له دې منکریدی شو چې خلک یې نه خوښوي؟ نه ! لنډکي شعر دومره ژر د لوستونکو زړونو ته لار کړې چې ګومان نه کوم د شعر یو ژانر هم دومره زر په خلکو کې عام شوی اوسي.)

په اخر کې د پایلې په توګه باید و وایم چې : لنډکي شعرونه که موږ په هر نامه پیژنو نثر ورته وایو یا شعر يا د هر ژانر په کتار کې یې راوړو مهمه نه ده او نه هم زموږ حق دی ادبیات له یوه اړخه همدغه اختلافات دي چې په ټولنه کې د نورو علومو په پرتله ډیر لوستونکي لري  او  زړه راښکوونکي شوي او خلک د یوې موضوع لپاره اړ شوي چې د دوه درې آن پنځه یا له دې هم زیات د لیکوالانو نظریات ولولي . مهمه دا ده چې موږ خپله ژبه او ادب د کومو اصولو په مراعتولو پیاوړي کوو او په دې نننۍ زمانه کې تر کومه حده یې نړېوال کولای شو. لنډکي شعرونه په دې پېر کې د یو نوي بدلون ترټولو پیاوړې هینداره ده چې د ټولنې ناخوالې په لنډو ټکو بیانوي او له ټولو مخالفینو څخه یې نړۍ مننه ځکه یو فورم، یو ژانر او یو انسان هغه وخت پرمختګ کوي چې مخالف ولري او پر وړاندې یې خنډونه واقع شي نو مننه! لنډکي شعرونه که په یوه کرښه کې تعریف کړم نو (هغه شعر ته وايي چې له ډیر پیاوړي تخیل او لوړ هنریت څخه یې سرچینه اخیستې وي.)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب