چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبکره کتنهجوجو/ اسمعيل لاروی

جوجو/ اسمعيل لاروی

جوجو د پښتو ژبې د ځانګړي سبک لرونکي او پېژندل شوي ليکوال نصير احمد احمدي ناول دی چې په دې وروستيو کې د مومند خپرندويه ټولنې له لوري په ۱۲۷ مخونو په ښکلي کاغذ چاپ شوی دی.

ناول د يو لرې ستوري د يو محقق(جوجو) او تواب د خبرو اترو مجموعه ده چې پښتنې ټولنه يې له نورې نړۍ سره پرتله کړې.

جوجو له يو ستوري ځمکې ته په تحقيق پسې راغلی او دلته د انسانانو له حالته ځان خبروي خو په داسې يوه ټولنه اوړي چې د ځمکې پر مخ د انسانانو بله داسې ټولنه هيڅ نشته.

دلته د نجونو په تعليم بنديز، په مينه بنديز، په لېونيانو پورې خندا، د بېوزلو له بېوزلۍ ناوړه ګټه اخيستنه، د خپل هيواد د ورانۍ چارې تر سره کول، د انسان وژنه عادي خبره ګڼل، بدۍ و دوښمنۍ، دښځو وهل ډبول، نشې، بدبينۍ، بې ځايه غرور، په بدو کې د نجونو ورکړه او نور ډېر څه لولو چې د دې ناول موضوعګانې جوړوي. دا هر څه د جوجو او تواب له خوا په ډېر ښکلي انداز بيانېږي.

په ناول کې ډېرې جالبې کيسې راغلې دي، يو ځای د تواب تره خپله لور په دې خاطر د مرګ تر بريده وهي چې يو تږي لاروي ته يې اوبه ورکړې دي خو په عين حال کې همدا سړی د شپې يوې کونډې ته ورځي او زنا ورسره کوي.

دا د ناول يوه بله کيسه ده چې جوجو د موږک له خولې بيان کړې: د يوې پېغلې ورور يو څوک وژني خو د بدۍ د ختمولو په خاطر همدا جينۍ د مقتول کورنۍ ته ورکول کېږي تر څو دوښمني په دوستي بدله شي؛ دا چې دا پرېکړه د پېغلې خوښه نه وي، زهر خوري.

بل ځای راځي؛ د تواب نېکه ��ور جوړوي، د کلي يو ښوونکی ورته راځي او په يوه خونه کې د کتابونو د اېښودو د ځای وړانديز کوي، کاريګر او ملک دواړه پورې خاندي. چېرته کتابونه، چېرته پښتانه؟!

جوجو چې د ټولو ژوندي سريو سره خبرې کولای شي، سوی او ګېدړه ورته وايي: غرونه لوڅ شول، انسانانو ټولې ونې خرڅې کړې…

همدلته پسې راځي چې يوه جينۍ د دوو ځوانانو له خوا ځکه وژل کېږي چې د يو ځوان د ګرانښت خبره کوي.

د کوچيانو په باره کې هم ډېرې خبرې لري. ټولنيزې ستونزې، ناپوهي، بې وزلې او د دوی د ژوند نور اړخونه يې په ډېر ښه شکل بيان کړي دي او تر څنګ يې د ليکوالانو او شاعرانو هغه خبرې هم را اخيستې دي چې د (موټرو له ښېښو) کوچيانی ژوند انځوروي او يوازې يو اړخ (طبيعي ښکلا) را اخلي، نور يې په ستونزو پسې سر نه ګرځوي.

جوجو او تواب په دې هم بحث کوي که شاعران او ليکوالان دې ستونزو ته پام وکړي نو د دنيا پام به د کوچياني ژوند ستونزو ته را واوړوي او دلته به ښوونځي جوړ شي، کلينيکونه به جوړ شي او د ژوند د نورو اسانتياو غم به يې وخوړل شي.

کله چې جوجو دا تحقيق خپل ستوري ته وړي، هلته يې ښوونکي او د مکتب مدير نه ورسره مني او ورته وايي چې موږ خو هر ځل ځمکې ته تللي يو، داسې مخلوقات مو نه دي ليدلي او انسان په هر ځای کې داسې ژوند کړی چې د فخر او وياړ ژوند دی، د مينې او اخوت ژوند دی، د پرمختګ او هوساينې ژوند، د برابرۍ او تعادل ژوند او په رښتيني ډول انساني ژوند دی.

ځمکې ته چې د جوجو د ستوري نور محقيقين له ده وړاندې راغلي. هغوی ټول له جوجو سره مخالف نظر لري، جوجو ورته د پښتني ټولنې تصويرونه ښيي خو هغوی يې نه ورسره مني.

هغوی نور زده کوونکي او هغه کسان جوجو ته راولي چې په دې وروستيو کې ځمکې ته راغلي او دلته يې په انساني ژوند تحقيق کړی دی خو هغوی د جوجو له تحقيق سره مخالف نظريات لري او د جوجو تحقيق د تاريخ و اخلاقو ښوونکي او مدير ته د منلو نه وي.

يوه بل ځمکه پېژندونکي چې له جوجو وړاندې په ځمکه کې تحقيق کړی، وايي: داسې نه ده لکه څرنګه چې جوجو وايي، زه د بنګله دېش په نوم هيواد ته تللی وم، يوه کورنۍ مې وليده. له نيستۍ د سړک د پله لاندې اوسېدل خو په نجونو او هلکانو يې درس وايه.

يو بل ځای د يو بل هيواد د ماشوم کيسه کوي چې نوک وهي، لوېږي، پښه يې زخمي کېږي خو دی چې را پورته شي، د ځان له درده د بېرغ سپېرېدل ورته بد ښکاره شي، لومړی سپېره بيرغ ښکلوي او له دوړو يې څنډي.

د نورې نړۍ ورته نورې د پرمختګ او انساني ژوند کيسې هم راغلې دي چې د جوجو له تحقيق سره په بشپړ ډول په ضد کې دي.

بلاخره د جوجو تحقيق دروغ ثابتېږي، له ښوونځي څخه يې د ايستل کېدو او د سختې سزا (د غږ په ماشين کې بندېدل) ورته ټاکل کېږي خو په ښوونځي کې د پلار په مټ پاتېږي او يوازې تحقيق يې دروغ ثابتېږي.

جوجو چې له سزا وروسته کڼېږي، دوباره د تواب خوا ته راځي او کيسه ورته کوي، تواب ورته وايي چې بيا هم زموږ په ټولنه کې تحقيق کوي؟!

جوجو په خندا ورته وايي:

ـ اه ګرانه! بيا مې مه شرموه!

دا ناول د پښتني ټولنې يو په زړه پورې روڼ او رښتينی تصوير دی، هغه څه چې تر ډېره نه دي بيان شوي، دلته يې لوستلی شو او د خپلې در په دره ټولنې په اړه ډېر څه پکې لولو.

د ښو پيغامونو تر څنګ ناول په ډېر ښکلي انداز سره ليکل شوی. په لوستو کې هيڅ ستړيا نه لري، په ساده او روانه ژبه ليکل شوی، جملې يې خورا لنډې دي، اضافي خبرې پکې نشته، تلوسه پکې ډېره ده او کرکټرونه پکې په ډېر ښه ډول لوبول شوي دي.

که څه هم ناول يو ه کيسه نه لري، ډېرې کيسې لري خو په دې هره کيسه لوستونکی پوهېږي او په هره وړه کيسه کې ډېر پيغامونه کتلای شي.

دا ناول مې چې پای ته ورساوه، د استاد اسدالله غضنفر دا خبره را ته ياده شوه چې د ځانځاني ښامار اثر د مقالې عنوان يې ټاکلې وه(( پيغامونه پټ پراته په افسانو کې)).

1 COMMENT

  1. جو جو خورا په زړه پوری ناول ښکاري. که څوک مهربانی وکړی او د لاسته راوړلو پته یئ په افغانستان او اروپا کی لوستونکو سره شریکه کړی.
    په درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب