دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتورسینماهارون صدیقي د افغاني سینما ځلانده ستوری

هارون صدیقي د افغاني سینما ځلانده ستوری

لوی افغانستان اونيزه: هارون صدیقي د افغاني سینما ځلانده ستوری دی چې ۳۳ کاله وړاندې په یوه علم دوسته او پرمختللې کورنۍ کې  د پروان ولایت د غوربند په ولسوالۍ کې زېږدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې د شادو شمشيره (ع) په متو سطه لیسه کې کړي دي او  بیا یې د استقلال په لیسه کې خپلو زده کړو ته  دوام ورکړ چې  د ۱۲ سند یې له استقلال له لېسې نه ترلاسه کړ او لوړې زده کړې  یې د برق دانجنینرۍ په څانګه کې سرته رسولي دي.

ښاغلي صدیقي په پښتو، دري، چینايي، انګلیسي او اردو ژبو پوهیږي له لوړو زده کړو څخه ورسته په ۱۳۸۲ کې د خپلې مینې او شوق پراساس د هنري موسسې ( فلم بهار) کې د هنر په برخه کې زده کړو ته د وام ورکړ چې د شپږو میاشتني کورس وروسته  د یادې موسسې لخوا په ۱۳۸۳ کال کې په یو فلم چې ( داغ) نومېده  کار پیل کړ، چې یوکال وخت یې واخست یاد فلم په ۱۳۸۴ کال کې بشپړ شو،په یاد فلم کې هارون صدیقي رول د افغانانو لخوا وستایل شو او د ولس لخواوهڅول شو همدا د ولس مینه وه  چې هارون صدیقي  اړ شو، چې د خپلو مینوالو د هنري ذوق د خړوبولو پرموخه یې د ( اواره ) په نوم د یو بل فلم په  جوړونه  ۱۳۸۸ کې کار پیل کړ د یادونې ده چې یاد فلم د هارون فلم د موسسې لخوا جوړیده…

یاد فلم په ۱۳۹۱ کې بشپړشو په هېواد او له هېواد نه بهر نندارې ته وړاندې شو د یادونې ده، چې ( اواره ) فلم د افغانانو لخوا ډېر زیات وستایل شو یاد فلم هارون صدیقي د شهرت بام ته پورته کړ چاچې هم ( اوراه) فلم کتلی و هارون صدیقي یې د زړه په سکرین نقش شوی و، هارون صدیقي له نورو سینمايي لوبغاړو سره ډېر توپير لري هارون  کمیت نه کیفیت خوښونکی دی کم کار کوي خو ښه کار لږې خبرې ډېر عمل ښه اخلاق رښتنولي ژمنتیه د هارون د شخصیت څو ټکي دي، ۱۳۹۱کې د خورشید ټلویزون لخوا نه ( اواره ) فلم  ته ډالۍ هم ورکړل شوه یاده ډالۍ هم د هارون صدیقي د ښه کار او زیار پراساس وه.

په ۱۳۹۲ کال کې بیاهم د خورشید ټلویزون لخوا نه د سینما د لسګونو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ پيل شوې چې له نیکه مرغه په یا ده سیالۍ کې هم ښاغلي هارون صدیقي لومړی مقام خپل کړ او دافغانۍ سینما د ستوري لقب ورته ورکړل شو، د یادونې ده چې هارون صدیقي یو ښه ورزشکار هم دی چې د ټیکوندو په برخه کې یې ۳ دان کمربندونه د تیکوندو د نړيوال فدراسیون څخه ترلاسه کړي دي. هارون صديقي ۱۸۴ سانتي قد لري ۹۰ کیلو ګرامه وزن لري.

د یادونې ده چې په دې ورستیو کې هم د ژوند ګروپ کمپنۍ لخوا هم هارون صدیقي د ۲۰۱۴ کال غوره سینمايي لوبغاړی وګڼل شو او د سرو زرو ميډال یې ورته ورکړ.

ددې ترڅنګ هارون سوداګري کوي او د ښه اخلاقو  او د ملنګ خوی له امله د هر چا په زړه واکمن دی د یوه زیارکښ ځوان په توګه ورسره هرڅوک ډېره مینه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب