دوشنبه, جنوري 20, 2025
Home+مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

لومړی ټوک

 

۱۳

محمد خان ته ډېرې دعاګانې کېدلې، د محمد خان د کلا شور د منجمې سپېره ځمکه تکه شنه کړه، خپلو بچیانو ته یې دا وصیت پرېښود:

ـ ستړي ستوړي به دمه کوئ، د مسافرو به عزت کوئ، د بل عزت ستاسې عزت دی. له مني تر اوړي به دلته اوسئ، اوړی به د کابل د شیوکو په ساکو کې تېروئ، د خدای د ځمکې هره لوېشته او تړه خپل ساه او خپل کور وګڼئ. خپلو بچیانو ته دا وښيئ چې تاسې د هېڅ ځای نه یاستئ؛ خو تاسې د هر ځای یاستئ. هر ځای مو تن و وجود دی؛ نو د دواړو دېرو او کلاګانو په نغریو کې به اور نه مړ کوئ، که نور هېڅ هم نه وي، تور چایبر باید پر سکروټو خوټېدلی ایښی وي. سکروټې تازه ساتئ، په مړو نغریو او مړو ایرو نه کلا ابادېږي او نه فصل زرغونېږي. د نغریو سکروټې پر هغو مړو نغریو هم وویشئ چې د لوګي په تمه تمه ساه وباسي، هر سړي ته خپل قسمت رسي، هر سړی یې له خپل تندي نه خوري. که خدای مه کړه نغری سوړ شو؛ نو بویه چې د ژوند لړ پرې شو. د ژوند لړ د نغریو په سکروټو تازه کېږي او غځېږي.

د لغمان د جاګیردارۍ پر دسترخان به زوړ و ځوان، ښځو او نرو د درانیو شاهانو له خولې همدا یوه خبره کوله چې د منجمې په کلا کې به د الینګاري سین له مست تله یوه مرغلره را پورته کېږي، د دغې مرغلرې وړانګې به دا غرونه رڼوي او شاهي دربار ته به رسي.

 الینګاري سین به چې دا خبرې اورېدې؛ نو د خپلو څپو شور به غره کړ او له مستۍ نه به یې څڼې غورځولې.

 

۱۴

 د لغمان جاګیردارۍ له درانیو شاهانو سره د راشې درشې مزی ټینګ کړ، درانیو شاهانو ځان ته څه ویلی؛ خو چې د الینګاري سین مستې څپې او پر غاړه یې د منجمې کلا د ځوانۍ او دسترخان کیسه واورېده؛ نو ځان ته یې پرې د شپې تېرولو د نغری په لټه کې شول. خبره یې دې ته ورسوله چې پر دغه لوی نغري پلتۍ ووهي. د منجمې نغري د شاهانو په ځولۍ کې له شوره ډکې سپرغۍ واچولې، د دغو سپرغیو شور پخپلې رڼا لوی ـ لوی فکرونه پیدا کړل.

د درانیو له دربار سره د لغمان د جاګیردارۍ تګ راتګ او بیا وروسته ـ وروسته خپلوۍ د ژوند نوې پاڼه واړوله، د اوبو شور ته یې د ژوند بستره وغوړوله، سپېره ځمکه یې سره زر کړه او د خپل وخت یوه داسې شاهانه کلا یې جوړه کړه چې ستړي ستوړي یې دیدن او پکې دمې ته راتلل.

د جاګیردارۍ پوزه یې پر ځای کړه، درانیانو سره یې د خپلې سیالۍ لپاره د ژوند بڼه تازه کړه، دراني شاهانو د لغمان جاګیرداري له ځانه را چاپېر کړه، دوی د دغې جاګیردارۍ په غېږ کې د ژوند هغه راز لیده چې له ستوني به یې د ژوند یوه خوږه سندره راوځي، دغه سندره به پخپل شور او مترنمه رڼا د کابل شاهي دربار او بڼ رڼوي.

د ټولو خلکو سترګې د منجمې کلا ته اوښتې وې او د هغې سندرې په تمه یې شپې رڼولې چې د الینګاري څپو په شور به تر شاهانه تخته رسي، په همدې هیله د ژوند شپې رڼېدې.

منجمې کلا به د مرغلرې د وړانګو رڼا ته شپې شمېرلې، همدا به یې ویل:

ـ د صبر مېوه خوږه وي.

مخ به یې چې دېوالونو ته واړاوه؛ نو په سترګو کې به یې یو بل پوه کړ:

ـ دېوالونه ويښ دي.

دا وخت د رحمان بابا خبره هم لا تازه د جومات پر بروزو ګرځېده، چې:

ـ د زړه حال دې چا ته مه وایه رحمانه

هغه یار به یار لري تا به رسوا کړي

په همدې خبرو به یې شونډې وګنډلې؛ خو دېوالونه به غوږ ـ غوږ وو.

 

۱۵

د منجمې د کلا شور او د نغري اور به اوړی ژمی بل و، د کلا په منځ کې دوه پوړه ودانۍ په شاهانه او د خان په هنرمن ذوق جوړه شوې وه.

خان د خپلې جاګیردارۍ پر ټغر میا ملا او کسبه خلک دېره کړي وو، ناظران یې هم بې شمېره وو؛ خو ګلشاه یې بیا د زړه سر و.

د ژمي سړه څېله را والوته، د دېرې کټونه هوجرې ته شول، پر خان غږ وشو چې د شاه له درباره مېلمانه را روان دي، خان خپل نږدې ناظر ګلشاه چې تر دا نورو یې یو څو خولې او کمیسه زیات زاړه کړي وو، را وغوښت، د پسونو، پیلمرغانو او بانګیانو خبره یې ور ته وکړه چې د مېلمنو تر راتګ وړاندې باید تیار وي. کندوان خو له وریجو ډک دي، خانکونه ورته تیار کړئ، که د لغمان کیچړی یې یو ځل وخوړ؛ نو ګومان نه کوم چې بیا به بلې کاسې ته لاس اوږد کړي.

د کور ښځو ته یې وویل خامکي دسترخانونه تیار برابر کړئ، د خان په کور کې پر ګوتو د ګنډل شویو خامکي دسترخانونو او بالښتونو پوښونه برابر شول، توشکو او بړستنو ته یې هم نوي پوښونه واغوستل. خان به همدا یو غږ کاوه چې شاه زه پېژنم یو باذوقه انسان دی، شاوخوا ته یې قزلباش دي، هغه هم ډېر نازک طبعیته خلک دي، هر څه باید برابر، پاک او سوتره وي.

له ساو او کلمان نه یې د لرګیو نور خانکونه او خټینې کاسې را وغوښتې. پرګي، جنغوزي، شنې او غوزان یې برابر کړل، هګۍ، د غره ګبینی، سوچه غوړي او د نورلام درې چکۍ ـ چکۍ پنېر یې برابر کړ.

ډولچي ته یې وویل:

ورشه هغه شوقیان برابر کړه چې له تاسې سره بیا جوړه ماري وکړي، کلیوالو شوقیانو او ټوکیانو د خان په هوجره کې لا له وړاندې ډډه ووهله، هره شپه به د ماسخوتن تر لمانځه وروسته د خان له هوجرې د ټنګ ټکور غږ راخوت، ټوکیانو به ټوکې او نندارې وړاندې کولې. خان به په لوی کټ کې یوه پښه په بله اچولې وه، ټنګ ټکور او د ټوکیانو نندارې ته به ناست و، ویل به یې د سړې څېلې دا اوږدې شپې چې تاسې په خپلو مجلسونو رڼې او سبا نه کړئ، دا خو د کال هومره اوږدې دي، دا به په څه سبا کوو.

دوی ته به یې دا ویلې چې تکړه شئ، د شاه له درباره مېلمانه را روان دي، داسې ټنګ ټکور او نندارې ورته برابرې کړئ چې له لغمان نه خواږه زړونه ستانه شي او دا یې یاد وي چې د لغمان خلک ژوندي خلک دي.

خان په کلا کې څو کوټې مېلمنو ته خوشې کړې، هر څه برابر شول.

د متروکو او آسانو د پښو ترپاري ځمکه وښوروله، غږ شو:

ـ د خان مېلمانه راغله!

شاهانه قافله په بګیو کې د منجمې کلا ته ودرېده، خان له خپلو ناظرینو او سپینږیرو سره د مېلمنو هر کلي ته ووت، د دوه ډزو او مشکوش ټوپکونو له خولې شنې لوخړې پورته شوې، د سېتار او منګي سندریز غږ کلی ونڅاوه، ناظران لیکه ولاړ وو او په موټو کې یې پتاسې وې، مېلمانه چې څنګه لیکې ته برابر شول؛ نو پر سر یې پتاسې وورېدې، یوه سپینږیري منډه کړه او د مېلمنو په پښو کې یې سمدستي پسه له چړې تېر کړ، مېلمنو په ټنګ ټکور او د خلکو په درانه استقبال کې پل واخيست، خان سترګې تورې کړې وې او پلوۍ پګړۍ یې له سره تاوه کړې وه. د کلي یوه سپینږیري د مېلمنو تر ټولو مشر ته یوه پلوۍ پګړۍ پر سر کړه او منجمې ته یې د دوی پلونه بختور وبلل.

خان پر کلیوالو او ناظرانو غږ وکړ چې ټول همدلته پاتې شي، مېلمنو سره دې ګډه ډوډۍ وخوري. د شیدو ګیلاسونه را ورسېدل، پر سر یې یو ګوته پیروی پروت و، مېلمنو پرې د سفر ستړیا دمه کړه. د لغمان ولسي سندرو د مېلمنو ذوق خړوب کړ، د ګوتو د خامک ګلداره دسترخانونه وغوړېدل، ډک ـ ډک خانکونه کچړي، د شوتلو سابه، جواری، د مستو کنډولونه، د پسه له شورا ډکې ـ ډکې لرګینې کاسې، د چرګانو قورمې، د پسه، پیلمرغانو او بانګيانو خانک ـ خانګ غوښې د دسترخان رنګ برابر کړ، قزلباشو چې د خان خاني ولیده؛ نو سر یې وښوراوه:

ـ په لوی دسترخان یې خوړلې!

ډوډۍ وخوړل شوه.

وروسته د ټنګ ټکور ستونی تازه شو، مېلمنو ته په ټنګ ټکور کې ښه راغلی وویل شو، ورپسې لوبې او بدلې شوې، تودو بدلو د مېلمنو پام ځان ته واړاوه، بیا ټوکیان را میدان ته شول. قزلباش له یوه ټوکي نه پوښتنه وکړه:

ـ کې تاسې کوم جی (ځای) یاستئ؟

ټوکي وخندل:

ـ سړی کې کوم جی نه یي (وي)؟

ـ خو کې تا نه ما پوښتنه وکړه.

ټوکي بیا وخندل:

ـ خو کې تا ته هم ما وویل:

ـ سړی کوم جی نه یي؟

قزلباش بیا وپوښت:

ـ نو کې کوم جی نه یي؟

ټوکي په خندا ـ خندا مخ ور واړاوه:

ـ نو سړی کوم جی نه یي، خو لغمان نه یي که نه!

قزلباشان پوه شول چې له دې ټوکیانو سره نه ویل کېږي، ټوکې د دوی په خوله کې شنې دي. ټوکیانو خپل هنر په ټوکو او نندارو کې وښود.

مېلمانه چې د شاه خپلوان او دربار خلک وو، له خانه ډېر خوشحاله شول او دا یې ورته وویل:

ـ خانه د لغمان خلک ژوندي خلک دي، دا خلک او دا سیمه دې آباده وي.

مېلمنو ټوله شپه د الینګاري سین څپې واورېدې، د زړه رګونه یې ورسره تازه شول، سهار چې را پاڅېدل؛ نو خان ته یې وویل:

ـ داسې ښکاري چې د کلا خوا کې دې لوی سین بهیږي.

خان په خندا شو:

ـ بېخي خوا کې نه، خو لږ وړاندې بهېږي.

یوه وویل:

ـ ما خو چې اورېده، نو داسې ګومان مې کاوه چې په خوا کې مې روان دی، د څپو غږ یې دومره زورور او خوندور و.

خان یوه پښه په بله واړوله:

ـ هغه وخت چې زه دلته راغلم؛ نو پر دې ځمکه ملخان او کربوړي ګرځېدل. سین همداسې بېنوا بهېده، دا کلا د همدغه سین د څپو په زور او شور آباده شوه.

اوس د کلا په خوا کې شنې کروندې دي، مېلمنو خان ته وویل:

ـ خانه د سین زور دی چې دا کلا آباده شوې ده.

خان د پګړۍ ولونه تازه کړه:

ـ زه هم په همدې سین پسې تر دې ځایه راغلم.

قزلباش ور ته وویل:

ـ زه د دې سین په څپو کې د یوې داسې مرغلرې شور ګورم چې وړانګې به یې تیارې شړي او لکه دا کلا پر نورو کلاګانو به یې طلايي زلفې خورېږي. ما بېګاه د سین څپې د زړه په غوږونو اورېدې دي.

خان شاوخوا وکتل:

ـ بېشکه! هر سړي چې د سین څپې او شور کتلی؛ نو همدا خبره یې کړې.

قزلباشانو ښي او کیڼې ډډې ته سر وښوراوه،  د زړه په غږ یې یو سوړ اسویلی له خولې را وایست:

ـ د مرغلرې وړانګې به ټول غرونه او کلاګانې رڼې کړي؛ خو…

له (خو ) سره یې سترګې ځمکې ته واچولې او له لاسونو یې ومروړل، خان شاوخوا ته وکتل او قزلباشانو ته یې وویل:

ـ پر مونږ او تاسې به خاورې امبار وي.

ګلشاه ناظر د خان په غوږ کې و پسېد:

ـ خانه! دېوالونه ویښ دي…

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب