دوشنبه, دسمبر 2, 2024
Home+مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

لومړی ټوک

۸

د کابل په کوڅو کې د بېلابېلو سرداریو لښکرو ګزمه کوله، هر څه د څو تنو په لاس کې وو او له سرونو یې مورچې جوړې کړې وې. شاه چې دغه حال ولید؛ نو له ځانه سره یې وویل:

ـ  دا د کوڅو واکمني او ټوپکیان چې د زړه له زوره و نه غورځي؛ نو هر سردار به پخپله خوښه په یرغمل شوي ولس خپل اقتدار چلوي.

شاه د خپل دربار قزلباش کاتب راو وغوښت او ور ته یې وویل:

ـ نور ټوپکیان مه راپرېږده، پر دوی هېڅ باور نشته.

قزلباش لاس په نامه ولاړ و، چرت یې واهه چې که شاه یو دم داسې مشران رخصتوي؛  دا ګرانه ده چې دی پاتې شي؟!

شاه د ده د چرتونو دنیا ړنګه کړه، دستي یې پسې دا خبره غبرګه کړه:

ـ ما ته یوازې د ساکزیو مشران را وغواړه.

د دربار کاتب دستي په ساکزیو مشرانو پسې ځواب ولېږه چې امیر غوښتي !

ساکزي اریان دریان شول، امیر څنګه غوښتي؟ هغه خو پښتو او پښتانه له درباره وشړل، ځان په قزلباشو ساتي؛ نو له دوی سره یې څه کار دی؟ رښتیا چې بد تربور بد ځای کې پکارېږي، کېدای شي د شاه عقل سر ته راغلی وي؛ نو که دوی اوس ور نه شي، سبا چې هره خبره کېږي، نو دوی به پړه وي؛  ښه خبره ده چې ور شي.

۹

له لوړې سړې کلا لږ وړاندې یو څو کوره ساکزي اوسېدل، خپله ژرنده، جومات او هدیره یې لرله، ټول په یوه خوله وو.

 سهار په جمعه چې  په جومات کې مشران سره را ټول شول، تر لمانځه وروسته یې د شاه په غوښتنه خبرو ته کېناستل، له هرې خوا پکې یوه ټپه ویشتل کېده، زیاترو شاه په دې خبره ګرم او پړ باله چې ولې یې تخت کابل ته را ولېږداوه او بیا ته دا ګوره! دربار یې له قزلباشانو ډک کړ، یو پښتون یې هم پرېنښود، اوس یې چې ځواب رالېږلی، دې کې یې هم چل دی!

خبرې یې وشاربلې را وشاربلې، ګیلې، ناندرې، ښکنځاوې او نیوکې وشوې؛ خو بالاخره د مشوړې سر یې پیدا کړ او ویې ویل:

ـ دا دی شاه دوی ته هم بلنه ورکړه، که اوس ورنشي، د سبانۍ پړې ګوته دوی ته نیول کېږي، بل دوی به شاه ته مخامخ خپلې خبرې وکړي، هغه به هم واوري چې ولې یې پښتانه له درباره وشړل؟

په دې دعا وشوه چې لوړې سړې کلا ته به حاضرېږي.

شاه د لوړې کلا په دربار کې د ساکزیو مشرانو پلونو ته غوږ او سترګې پر لار و. د محمد خان د نغري مرغلرې یې زړه ته اوبه ورکولې او له ځانه سره یې همدا خبره اړوله را اړوله:

ـ ما خو همدومره وکړه چې له ډېرو ستونزو او کورنۍ شخړې وروسته ټول خلک پر کابل را ټول کړم، خو تمه مې دا ده چې یوه ورځ به د محمد خان نغري ته د سین له تله مرغلره لوېږي، د هغې د مخ په برېښ او رنګونو به دا څیرې ګرېوان را ټولېږي او د پردیو له منګولو نه به خلاصېږي.

ده له ځانه سره  په همدې چرتونو لارې لنډولې چې نږدې کس ور ته د ساکزیو د مشرانو حال ورساوه.  مشران د کلا انګړ ته را ورسېدل، شاه له سوچونو سر را پورته کړ او یو دم یې مشرانو ته ور منډه کړه. په خپلو کسانو یې سترګې را وایستې:

ـ تاسې پوهېږئ! دا څنګه مشران دي؟ دا په اسانه دربار ته نه ځي!؟ تاسې باید زه ژر خبر کړی وای! چې لا هغه ړومبی دروازې ته ورغلی وای.

ساکزیو چې د شاه مینه ولیده؛ نو یو بل ته یې سترګو کې وکتل او ځان ور ته ملامته ښکاره شو.

شاه هر یوه سره په غېږ روغبړ وکړ، ساکزیو مشرانو غوښته چې پر شاه خوله را پرانيزي، شاه پرې پوه شو؛ نو وار یې ړومبی کړ او ورته یې وویل:

ـ ستاسو خبرو ته غوږ نیسم؛ خو تر هر څه وړاندې له تاسې نه غواړم چې ما ته زما او د دې کلا د ساتنې لپاره سړي راکړئ!

دې وخت کې مشرانو یو بل ته وکتل:

دا دی سړي خو یې وغوښتل؛ دوی نو نور څه غواړي؟

شاه د تبر خوله په لیمڅي ونیوله، ساکزي په ډېرې سختۍ او ناندریو په خپلو کې د سړو په ورکړه جوړه شول. له دې سره ـ سره د ساکزیو خوله و نه درېده، خپل مشر کندل خان ته یې مخ واړاوه چې شاه ته خپلې خبرې وکړي، کندل خان شاه ته مخ واړاوه:

ـ اول خو ته راته دا ووایه چې ته د احمد شاه زوی یې که نه؟

شاه، کندل خان ته موسکی شو:

ـ نو د چا زوی یم.

ـ موږ پوهېږو چې ته د هغه زوی یې؛ خو موږ سره پوښتنه پیدا شوې وه!

شاه بیا ور ته موسک شو:

ـ پوښتنه او غوسه دواړه دې ملګري کړه.

کندل خان د پګړۍ پر ولونو ګوتې ووهلې:

ـ چې د احمد شاه زوی یې؛ نو پر تا څه تنګسه وه چې تا کندهار پرېښود او دلته راغلې؟

شاه ورته وخندل:

ـ ځواب اوس درکړم؟

ـ هو!

ـ نه مې غوښتل چې نور د کندهار خاوره د قدرتونو پر سر د جنګ په وینو لمده شي. کابل مې هم خپل وطن دی.

ـ تا له کوم کندهاري سره پر دې کار سلا کړې ده؟

ـ ما چې د کندهار وضعیت ته وکتل، تر سوچ وروسته دې ته ورسېدم چې د واکمنۍ ځمکه بدله کړم.

ـ ولې؟

ـ خپل منځي جنګونه بس دي.

کندل خان ږیره په موټي کې ونیوه او سر یې وښوراوه:

ـ دې خبرې ته دې عجب دلیل پیدا کړی دی، ښه دا ووایه چې دا لوړه سړه کلا دې ولې ټوله له قزلباشو ډکه کړه او پښتانه دې هېر کړل؟

شاه وخندل:

ـ دا اوس چې مې در نه سړي وغوښتل، دا څوک دي؟ ګورئ! هر سړی خپل کار ته پیدا دی، زه به د سړي وړتیا ته ګورم او هلته به یې ټاکم، له قزلباشانو نه د وطن د جوړولو لپاره کار اخلم.

بل کس هم له کندهاره د تخت د رالېږدولو نیوکه پرې وکړه؛ خو شاه ورته همدومره وویل:

ـ دا خبره مې کندل خان ته هم وکړه، تا ته به یې هم وکړم چې ما نه غوښتل د قدرت پر سر له وروڼو سره په برید کې کېنم، بل دې وطن نور را ټولېده هم غوښتل، کابل هم زمونږ او ستاسې کور دی، پر کابل هره خوا راټولېږي او له دې ځایه هر ځای ته دستي رسېدای شوو.

یوه سپینږیري پرې غږ کړه:

ـ چې د قدرت پر سر دې جګړه او جنګ نه خوښېده، خو هغوی ته به دې قدرت پرېيښی وای.

ـ هغوی به بیا په خپلو کې سره چاړه غوښه کړی وای!

بیا یې ور ته کابل یاد کړ:

– اکا ګوره! کابل خو پرېږده، زه غواړم ژمی د پېښور په لوړې سرې کلا کې تېر کړم، هغه ځای مې هم کور دی.

خپلو خلکو ته یې مخ واړاوه:

ـ څنګه وایم؟!

ټولو پرې غږ وکړ:

ـ د پېښور خبره دې په ګل بدله.

شاه له ټولو غوښتنه وکړه:

ـ ګورئ! نور ستاسې کار دا دی چې خلک کرکیلي، سوداګرۍ، د علم، فن او هنرونو زده کړې ته راوبولئ. له دې زیاتو تاویلو ماویلو تېر شئ.

بیا یې وروځې پورته وغورځولې او ساکزي یې له ځانه را چاپېره کړل. دا یې ور ته وویل:

ـ تکړه شئ، په خپلو رڼو اوبو دا دښتې خړوب کړئ، اوبه زموږ ژوند او ناموس دی. له تله یې مرغلرې را وباسئ.

سپینږیرو یو بل ته وکتل:

ـ شاه شاهانه خوبونه ګوري، په مرغلرې پسې ورک دی. دا کیسې له پخوا نه را پاتې دي. 

۱۰

ناظر ګلشاه سهار په خړه د اوښانو مهارونه تازه او آسونه زین کړل، د کور لوښي یې په خدمتګارانو را ټول کړل او پر اوښانو یې بار کړل، څه خلک پر اوښانو او څه هم پر آسونو سپاره شول، د خان آس د رستم د آس د شور پر پلونو پل کېښود.

د اوښانو او آسونو قافلې د لمر د وړانګو مهار ونیو، لمر ورو ـ ورو تودېده او د قافلې د پلونو پر شور غوړېده چې د محمد خان آس د شیرینۍ او مومن قبرونو ته وشڼېد، خان د دغو بې شناختو قبرونو نندارې ته تم شو او د خپلې ادې څېره یې سترګو ته ودرېده چې دوی ته به یې د دغو میېنانو نکل په ډېر خوند او رنګ کاوه.

قافلې ته اوږد مزل ور له غاړې و، ډېره تمه نشوه، اوښانو هم د دغو قبرونو پر خوا خپلې غاړې کږې کړې او پل یې واخيست، د کوچیانو رمو چې دا قافله لیده؛ نو ګوته په غاښ ودرېدل. د خان د خانۍ او خېلۍ شور په درست وطن خپور و، قافله یې له ورایه ښکارېده.

د قافلې د پلونو شور یې ځمکه نڅوله، د خان آس د ورېښمو پر لار غاړه کږه کړه، خان دا ځل د خپلې جاګیردارۍ لمن د تېمورشاه په حکم نوره هم پراخه کړه.

د خان قافلې د ورېښمو پر شاهانه لاره ځان د کابلي او چمچه مست په شور تر کرغیو ورساوه، دلته یې د الینګاري او الیشنګي سین د څپو شور ته واړول.

ډولچي د ډول مزي ټینګ کړل او لاس یې ور تېر کړ، کلیوالو چې د ډول غږ واورېد؛ نو پوه شول چې د خان محمد خان جاګیردار قافله راغلې او د سین تر غاړې یې اړولي دي، ډله ـ ډله په شور و زوږ را ووتل، خان ته یې ځان ورساوه، د خانۍ دېګونه باندي وو، ناظر د خان د جاګیردارۍ فرمان خلکو ته واوراوه او ویې ویل:

ـ دغه فرمان ورته تېمور شاه ورکړی دی، له دې وروسته به د دې سیمې مالیه جاګیردار ته سپارله کېږي. جاګیردار محمدخان د شاه استازی دی.

خلکو چې د جاګیردارۍ خبر واورېد؛ نو په یوه غږ یې وویل:

ـ خان زموږ پخوا هم مشر و، دی جاګیردار و او مونږ یې جاګیرداري منو، د خان به حکم وي او زمونږ غاړه.

ګلشاه ناظر به د خان هرې خبرې سره په بیړه ـ بیړه سر ښوراوه، خان په ګلشاه خپله خبره نوره هم پخه کړه:

ـ دا ګلشاه مې ناظر دی، دی زموږ پر نغري را لوی شوی دی.

ګلشاه سر وښوراوه:

ـ خان سمه خبره کی(کوي).

خان بیا په ګلشاه حواله ورکړه، د ګلشاه سر لکه د چرګ ټونګې ووهلې، خان وویل:

ـ دا ګلشاه د کوهستان دی، ډېر کلک او ایماندار سړی دی، دی پوهېږي چې زه په اوبو پسې راوتی یم.

خان څو ورځې د کرغیو په شاهانه سیمه کې د سین ترغاړې تېرې کړې، د چارباغ د خرما تر سیوري لاندې یې له خلکو سره ناستې ولاړې وکړې، دلته یې د خپلې جاګیردارۍ زړي وکرل، له دغه ځایه د سین په غاړه ـ غاړه مخ په الینګار روان شو.

د خان په ذهن کې د چمچه مست، کابلي او هندوکش له څنډو د راخواره شوي سین له مستۍ څڼې غورځولې، د زړه تارونه یې د سین د هېندارو په وړانګو تخنېدل او ترنګېدل، سین ته یې کتل او له ځانه سره به یې ویل، د سین شور د ژوند شور دی، دغه څپې چې د زړه تارونه ترنګوي او رڼوي همدا ژوند دی؛ نو پرېکړه یې دا وکړه چې زه باید په داسې یوه ځای کې واړوم او د ژوند ستړیا دمه کړم چې وچه ځمکه په خپلو پلونو زرغونه کړم او خلکو ته دا وښيم چې اوبه ژوند دی، پر دغو اوبو باید داسې فکرونه هم وروزم چې هغه د ستړي او وږي ژوند تیارې خونې رڼې او د لوږې ټغر ټول کړي.

خان خپلو پښو ته نه کتل، تر پښو لاندې وړاندې لارې او زمانې ته یې کتل، هماغه وو چې له هندوکشه د راخورو شویو وړانګو پر څنډه ـ څنډه مخ پورته روان شو، د قافلې جرس یې عالمونه را خبر کړل، له خړو پړو کلیو، دېرو او هوجرو، زوړ، ځوان، ووړ، ستر، نر او ښځه، د جاګیردار خان محمد خان د قافلې هر کلي ته راووتل. 

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب