Homeخبرونهد افغان ښځو په اړه د طالبانو د امرباالمعروف وزارت ۳ کلن...

د افغان ښځو په اړه د طالبانو د امرباالمعروف وزارت ۳ کلن راپور او غبرګونونه

تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۶مه) د طالبانو د حکومت ویاند تېره شپه په خپله اېکس پاڼه د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د تېرو ۳ کلونو لاسته راوړنې خپرې کړي.

ذبیح الله مجاهد لیکلي، چې یاد وزارت شاوخوا ۲۰ زره هغو ښځو ته د میراث، مهر او نورو اساسي حقونو تأمین کړي، چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو او بې مانا غیرتونو له کبله ترې اخیستل شوي وو.

مجاهد زیاته کړې، یاد وزرات تېرو درېیو کلونو کې د ۵ زره هغو جبري نکاحوو مخنیوی کړی چې د جبر یا پیسو په بدل کې ورکول کېدې.

په معلوماتو کې راغلي، چې د طالبانو حکومت په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د کورنيو تاوتریخوالي په برخه کې د فزیکي او ذهني تشدد برخه کې د مخنیوي په موخه هم هڅې کړې او یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۱۰۰۰ هغو مېرمنو ستونزې حل شوي، چې په ټولنه کې د شرعي حقونو او یا په کورنو کې د خوشحالۍ له نعمت څخه محرومې وې.

دا راپور داسې مهال خپرېږي،چې اوسمهال افغانستان کې مېرمنې د همدې وزارت له لوري له خپلو اساسي حقونو لکه کار، زده کړو او … محرومې دي.

افغانې مېرمنې وایي د طالبانو امربالمعروف وزارت افغان ښځو ته د حقونو پر ځای د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده. مستعار نومې ټولنیزه فعاله ډيوه په باور ده چې طالبانو له افغان مېرمنو آن اسلامي حقونه هم اخیستي دي.

د جبري نکاحو د مخنیوي په اړه د طالبانو د امرباالمعروف وزارت راپور داسې مهال خپرېږي، چې تازه د سرچینو د معلوماتو له مخې د ننګرهار د عمومي زندان مشر له یوې زندانۍ سره د جبري نکاح تر تړلو وروسته له دندې ګوښه شوی دی.

بل لورته د نظر خاوندان بیا د دې راپور په غبرګون کې وایي چې تر بل هر وخت افغان مېرمنې د اوسني نظام د محدودیتونو له امله له فشار او ذهني شکنجې سره مخې دي.

حقوقپوه عبدالله محمدي هیله لري چې د طالبانو حکومت به ژر د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو دروازې پرانیزي او د دوی اساسي حقونه چې اسلام ورکړي اداء کړي.

دی وایي اوسنی نظام که د ښځو د حقونو مدافع ځان بولي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانېزي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د ناسمو دلایلو په بهانه تړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...