سه شنبه, نوومبر 26, 2024
Homeخبرونهپد پاکستان پوځ په اسلام اباد کې د عمران خان پر پلویانو...

پد پاکستان پوځ په اسلام اباد کې د عمران خان پر پلویانو د ډزو امر کړی

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د پاکستان پوځ خپلو سرتېرو ته د پخواني صدراعظم عمران خان پر معترضو پلویانو د ډزو امر کړی دی.

د عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د اعتراضونو د پای ته رسولو غوښتنې رد کړي.

پوځ وروسته له دې پر مظاهره چیانو د ډزو امر وکړ چې تېره شپه پر پوځیانو د یوه موټر د ټکرېدو له کبله لږترلږه څلور سرتېري ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول. په دې پېښه کې څو پولیس هم ټپیان شوي دي.

پوځ ادعا کوي چې مظاهره چیانو پر امنیتي ځواکونو ډزې هم کړي دي.

د عمران خان د تحریک انصاف زرګونه غړي اسلام اباد ته رسیدلي او د نوموړي د خلاصون لپاره اعتراض کوي خو حکومت او پوځ اجازه نه ورکوي چې د عمران خان پلویان راټول شي او اعتراض وکړي. له همدې کبله د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ ګڼې نښتې شوي او ویل کېږي چې ۱۰۰ پولیس له مظاهره چیانو سره په نښتو کې ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی.

څرګنده نه ده چې څومره مظاهره چیان ټپیان شوي دي.

پرون په داسې حال کې چې د اسلام آباد لویې لارې او سړکونه د مظاهره چیانو پرمخ بند شوي وو، امنیتي ځواکونو پر زرګونه معترضانو چې د خیبرپښتونخوا له لوري د پلازمېنې پر لور روان وو، اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي ګولۍ وکارول.

له خیبر پښتونخوا څخه د مظاهره چیانو کاروان د دې ایالت د اعلي وزیر علي امین ګنډاپور او د عمران خان د مېرمن بشرا بي بي په مشرۍ اسلام اباد ته روان شوی دی.

اسلام آباد د تېرې شنبې له ماښام راهیسې د پولیسو له خوا کلابند شوی دی او هېچا ته د غونډو او ټولنو د جوړېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د اسلام اباد د امنیتي چارو مسوولیت پوځ په غاړه اخیستی دی. په ښار کې ټول فعالیتونه په ټپه درول شوي دي.

په همدې منځ کې تحریک انصاف ګوند وايي چې حکومت په لوی لاس غواړي چې حالات خراب کړي. دوی ټینګار کوي چې مظاهره یې سوله ییزه ده خو امنیتي ځواکونه پرې ډزې کوي چې په پایله کې یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب