تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) طالبانو په اروزګان، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې مرستندویو موسسو ته ویلي چې کلیوالي ټولګي/ ښوونځي بند کړي.
راپورونه وايي چې د طالبانو له امره وروسته په دغو ولایتونو کې هغه کلیوالي یا سیمه ییز ښوونځي بند شوي چې د نړیوالو موسسو په مرسته یې فعالیت کاوه.
راپورونه وايي چې دا امر د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده کړی.
په پیغام کې ویل شوي چې د ملګروملتو د یونسیف او نورو هغو موسسو له کارکوونکو چې کلیوالي ښوونځي تمویلوي، غوښتل کېږي چې د طالبانو د مشرتابه له لارښوونې سره سم ټول سیمه ییز ښوونځي، که هغه په هره موسسه پورې تړاو ولري، باید کاملاً بند کړي.
یونیسیف، اروپايي ټولنې، د ناروې د کډوالو شورا، نړیوال بانک او یوشمېر نورو نړیوالو موسسو د جمهوري حکومت له مهاله، چې طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د رسمي ښوونځیو مخه نیوله، د دې ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه سیمه ییز ښوونځي تمویلول. دا ښوونځي په کورونو کې جوړ شوي او له درکه یې زرګونو کسانو ته د کار او عاید زمینه هم برابره شوې ده.
طالبانو په تیرو شلو کلونو کې تر ټولو ډېر ښوونځي په همدغو څلورو ولایتونو کې سوځولي او د ګڼو نورو د فعالیت مخه نیولې وه.
تراوسه څرګنده نه ده چې طالبانو دا ښوونځي ولي بند کړي دي خو په هلمند کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې طالبان غواړي کورنۍ مجبوره کړي چې خپل ماشومان د ښوونځي پر ځای مدرسو ته ولیږي.
دې سرچینې دا هم وویل چې طالب مشران په دې غوسه دي چې نړیوال د ښوونځیو ملاتړ کوي خو د مدرسو نه کوي.
طالبانو تر دې وړاندې په تیرو درو کلونو کې نجونې له زده کړو محرومې کړي او په دې توګه یې افغانستان ته یو نه جبرانېدونکی ګوزار ورکړی.
هلته باید خلک جاهل وساتل شي. دا د پنډۍ امر دی.
ددي عمل ځواب دي اوس هغه تاندوال اداري مسئولین اظهار کوم چې زما لنډ ځوابونه ځینو لیکنو ته نه خپروي !
حبیب الله کلکانی د سقاوو ځوی هم چی کله پادشاهی ته ورسید اول یی خپل نوم تبدیل کړ په (خادم دین رسول الله) بیا یی امر وکړ چی مکاتب دی ټول بند شی. خلک په جهالت کی ساتل تر څو هغوی څخه د اسلام په نوم استفاده وشی او هم بیسواده ملایانو ته د مدارسو په نوم خرچه برابره شی ـ ملا هیبت الله دی الله ج مردار کړی
د تعجب ځای خو داده چي په جنوب کی تر اوسه پوري خلک لا مکتب نه غواړي او تالبان هم پر دي مطمئن د چي اولس نه را پاڅيږي ځکه هلته مکتبونه بندوي
تالبان پښتانه د له جنوبي ولاياتو راځي د همدي ولايتونو په زور تالبان قدرت ورسيدل هم دا وس که جنوبي ولايتونه له تالبه لاس واخلي بي له ب۵۲ نه تالبان افغانستان په منډو پريږدي
تااب ولي د تاجکو، اوزبکواو هزاره وروڼو په ځايو کي کليوالي مکتبونه نه بندوي ځکه هلته اولس له علم اومعرفت سره مينه لري دا اولسونه را پاڅيږي د تالب امرونه نه مني او د خپلو حقوقو دفاع کوي .
په زړه کي مي ډير شيان دي خو له خواشيني او درده يي نشم ايکلای.
طالب جاهل په څلورې روان دی ، لوی جهالت یې د خپل زړه فتوا ده ، دوی په دغه اعمالو خپل قدرت حاکموي او انسانان لکه د هیتلر په ايديالوژي کې تر خپل کنترول لاندې راولي ! دوی د اموي ، عباسي او عثماني خلافتو نو په خلاف غیر اسلامي کارونه کوي ! زه ددې ډلو سره عقیدوی ډیر حساسیت لرمه، ځکه دوی د سړي په جامه کې حیوانات دي ! دوی په الوتکه کې په موټرونو کې او او …. سفرونه کوي او کټې ترې اخلي خو ددې پوهې حق زمونږ نا زنینو نجونو او هلکانو ته نه ورکوي !! دوی د ګیدړ زامن دي ! ځینې پروپاګندي کوي لکه د ښځو مهر ، دښځو واده په خپله خوښه …..چې دوی یې شرعی بولي ! له بلې خوا د تحصیل حقوق ترې اخلې او ښځه کار نشي کولی او نه یې پيدا کولی شي ، نو نس به یې یو وخت نه یو وخت وږی شي په پلار به بار شي نو کومه بله لاره به نه وي ورته پاتې شوې ، غیر له دې نه چې میړه وکړي او هغه به هم له سپوږن ملا سره چې کم تر کمه یوه بله ښځه به هم لري ! زه یې عمومیت نشم ګڼلی خو دې خبرې ته تقرب کوي ! ځکه د اسلام په اوئلو کې هم تر ۱۲ ښځو پورې په نکاح شوې وې !! یو ښه زېری در باندې کوم چې جنیفه لوپېس او ځو نورو نازنینو په سعودي ان تر تناسلي الې پورې لوڅ ډانسونه وکړل او عربی بندیانو ښځو د لولو لو په اوازونو خوند ترې واخت !
»»» انسان ازاد دی خو چې ازادي یې نور انسانان مادي او فزیکي خرابه نکړي ، د ځان حاکمیت او خپله اراده دهر انسان حقوق دي !!