تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د روسیې د صدراعظم مرستیال الیکسي اوروچکوف ویلي چې د افغانستان له لارې د تېرېدونکې ترانس افغان ریللارې د پروژې د سروې لپاره چمتووالی روان دی.
د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، هغه په کابل کې له طالب چارواکو سره له کتنې وروسته خبریالانو ته ویلي: “موږ دا پروژه په مجموع کې د منځنۍآسیا او یوریشیا ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره مهمه ګڼو. دا پروژه د شمال او جنوب د نړیوال ترانسپورتي دهلېز د لویې پروژې یوه برخه ګڼو، چې موخه یې د نړۍ له جنوب سره د یوریشیا د شمالي هېوادونو نښلول دي.”
اورچکوف زیاته کړه چې له دې لارو څخه یوه ممکن له افغانستان څخه تیره شي.
ده همداراز وویل: “دلته دوې ریللارې جوړېدای شي – لویدیځه او ختیځه. زموږ شرکتونه او د ترانسپورت وزارت همدا اوس له منځنۍ آسیا د نورو هېوادونو له همکارانو سره په دې کار کوي.”
هغه دا هم وویل چې د دې پروژې د امکان سنجونې د مطالعې لپاره چمتووالی روان دی.
اورچکوف وویل، د افغانستان ټوله خاوره د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې ده، نو د سړکونو له لارې د بار وړلو ترانزیت ممکن دی، او د منځنۍ آسیا بار وړونکي شرکتونه اوس په فعاله توګه له دې لارې کار اخلي.
هغه زیاته کړه: “موږ لیواله یو چې افغانستان هغه مرکزي رول ترسره کړي چې په ترانسپورتي اړیکو کې یې لوبولی شي. موږ دا موضوع په نننۍ ناسته کې وڅېړله. البته، زموږ همکاران هم ګډ کار ته ژمن دي.”