تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۶مه) د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي تجهیزاتو یو لنډمهاله بندر جوړیږي.
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، دواړه لوریو په یوه غونډه کې افغانستان ته د ټاپي پروژې د پایپ لاین او تجهیزاتو د لېږد لپاره د بندر جوړېدو باندې خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې دا بندر د سلیم چشمه په سرحدي سیمه کې د لنډ وخت لپاره جوړېږي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې طالب چارواکو د دغه بندر د جوړېدو لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړی دی.
یاده دې وي چې ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی دی.
د چارواکو په وینا چې تر اوسه پورې ۲۱۴ کیلومتره د ګازو نللیکه په ترکمنستان کې رغول شوې.
ویل شوی چې له ترکمنستانه تر هنده پورې د ګازو په دې نللیکه کې به په کال کې ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز لېږدول کېږي،چې له دې به پنځه میلیارده متره مکعبه ګاز افغانستان ته ورکول کېږي او پاتې برخه به یې په مساوي ډول پاکستان او هندوستان ته ورکول کېږي.
د ګازو دا نللیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.