سه شنبه, نوومبر 26, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د زعفرانو سږنی حاصل د تېر په پرتله ۱۰ ټنه...

د افغانستان د زعفرانو سږنی حاصل د تېر په پرتله ۱۰ ټنه زیات دی

تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۶مه) د افغانستان د زعفران ټولنې مسوولین وایي، روان کال په ټول هېواد کې ۴۰ ټنه زعفران راټول شوي،چې د تېرکال په پرتله ۱۰ ټنه زیات دي.

تېر کال په ټول هېواد کې د زعفرانو حاصلات ۳۰ ټنه وو.

سرچینه زیاتوي، چې د تېر کال یاده اندازه زعفران د ۴۰ ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت امریکا متحده ایالاتو، اروپا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي وو.

افغانستان په نړۍ کې د زعفرانو د تولید په برخه کې دویم لوی هېواد یادېږي.

افغان زعفرانو په نړۍ کې د وروستیو څو کلونو لپاره د کیفیت له اړخه لومړی مقام هم خپل کړی دی.

د زعفرانو صادرونکي شرکتونه بیا د بانکي محدودیتونو له امله شکایتونه لري.

د دې شرکتونو مسوولین وایي د بانکي محدودیتونو له امله له بېلابېلو هېوادونو پیسې د صرافیو له لارې په زیات لګښت سره ترلاسه کوي چې دا د دوی لپاره لوی زیان دی.

د افغانستان د زعفرانو اتحادیې مرستیال، سید عبدالواحد سادات هم وړمه ورځ ویلي وو چې په هرات ولایت کې له ۵۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو پورې ښځې د زعفرانو په پروسس بوختې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د تېرې، شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۳مه) راپور ورکړ چې د افغانستان د زعفرانو د اتحادیې په وینا، په افغانستان کې د زعفرانو ۸۵ سلنه پروسس ښځې ترسره کوي.

راپورونه وايي چې ډیر شمېر نجونو چې طالبانو یې پر زده کړو بندیز لګولی، د زغفرانو کرکیلې ته مخه کړې ده.

د زده کړو ترڅنګ له عامه ژوند او اقتصادي فرصتونو څخه محرومیت هم سبب شوی چې ډېرې ښځې، د زعفران د پروسس کولو په څېر دندې پیل کړي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د زعفرانو کرکېله زیاته شوې او اوس پر هرات سربېره په ګڼو نورو ولایتونو کې هم دود شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب