یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهد اتلانو جام "چمپینز ټرافي" افغانستان ته ورسېده

د اتلانو جام “چمپینز ټرافي” افغانستان ته ورسېده

تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۶مه) د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي نن سهار کابل ته را ورسېده.

افغان کرکټ بورډ وایي، دا جام به لومړی د کرکټ بورډ په اداره کې د کرکټ د پخوانیو لوبغاړو په حضور کې نندارې ته کېښودل شي او بیا به نورو تاریخي سیمو کې نندارې ته وړاندې شي.

د ټرافۍ را رسېدو او بدرګې لپاره د ملي لوبډلې یو شمېر پخواني او ځوان لوبغاړي هوایي ډګر ته ورغلي دي.

د یادونې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د اتلانو جام سیالیو ته لار موندلې او پام کې ده چې دغه جام د ۲۰۲۵ م کال په فبرورۍ میاشت کې ترسره شي.

یاده ټرافي په لومړي ځل په پاکستان کې نندارې ته وړاندې شوه او تر افغانستان وروسته به بنګله‌‌دېش، سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلستان اوهندوستان ته هم د نندارې لپاره سفرونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب