Home+مړ اعلان شوی کس د بدن د غړیو د عطیې په مهال...

مړ اعلان شوی کس د بدن د غړیو د عطیې په مهال ژوندی شو

تاند – د امریکا د کینټاکي ایالت یو اوسیدونکی، چې د زړه له دریدو وروسته ډاکټرانو د هغه دماغي مړینه اعلان کړې وه، د بدن د غړیو د اهدا د عملیاتو په ترڅ کې ژوندی شو.

د کینټاکي ایالت د ځینو رسنیو د راپور له مخې، د دې کس چې نوم یې آنتوني توماس هوور بلل شوی، قضیه د ایالتي او فدرالي چارواکو له خوا تر اوږدې مودې وروسته څېړل کېږي.

د امریکا د بدن د غړو د اهدا سیسټم چارواکي ټینګار کوي چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره حفاظتي تدابیر موجود دي، خو د هغه کس، چې د عملیاتو پر مهال په هوښ راغلی یا ژوندی شوی، د کورنیو غړیو رسنیو ته وویل چې دې پېښې وښوده چې لږ تر لږه په ځینو برخو کې اصلاحات اړین دي.

د آنتوني توماس هوور خور وايي چې څنګه یې ورور د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشتې کې د مخدره موادو د زیاتې استفادې له امله د ریچمنډ په باپټیسټ روغتون کې داخل شو.

ډاکټرانو هغه ورځ کورنۍ ته وویل چې آنتوني هېڅ انعکاس یا دماغي فعالیت نه لري او په پای کې پرېکړه وشوه چې هغه د حیاتي تجهیزاتو له سیسټم څخه جلا کړي. د راپورونو له مخې، د باپټیسټ روغتون کارکوونکو بیا د آنتوني کورنۍ ته وویل چې هغه مخکې دا اجازه ورکړې وه چې د مرګ په صورت کې دې د بدن غړي اهدا شي.

د هغه د غوښتنې د درناوي لپاره، روغتون د هغه پر بدن ازموینې ترسره کړې ترڅو معلومه کړي چې کوم غړي د اهدا لپاره مناسب دي. حتا روغتون د هغه لپاره د درناوي مراسم هم جوړ کړل.

د آنتوني خور وايي، په هماغه وخت کې یې ولیدل چې د ورور سترګې یې خلاصې شوې او داسې معلومېده چې د خپلو عزیزانو حرکات تعقیبوي. هغې رسنیو ته وویل:
“موږ ته وویل شول چې دا یوازې طبیعي عکس‌العملونه دي او کومه ځانګړې خبره نه ده.”

شاوخوا یو ساعت وروسته چې هوور د بدن د غړو د اخیستلو عملیاتو لپاره عملیات خونې ته ولېږدول شو، یو ډاکټر بهر راغی او څرګنده یې کړه چې “هغه لا چمتو نه دی.”

د آنتوني خور وویل:
“هغه په حقیقت کې بیدار شوی و” خو دوی موږ ته وویل چې د بدن د غړو د اهدا شرایط یې نه درلودل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...