Homeخبرونهامنیت شورا روانه میاشت د افغانستان په اړه بله غونډه جوړوي

امنیت شورا روانه میاشت د افغانستان په اړه بله غونډه جوړوي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۲ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاست (دسمبر) د افغانستان په اړه غونډه جوړوي. دې شورا ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان وضعیت، په تېره بیا د بشري او انساني حقوقو وضعیت، وڅېړل شي.

د امنیت شورا د ویب‌پاڼې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د کلیدي مسوولانو له لوري راپورونه وړاندې شي، او بیا به غیرعلني مشورې ترسره شي.

روزا اوتونبایوا، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره ده، د اصلي راپور وړاندې کولو مسوولیت پر غاړه لري.

همداراز، د اکوادور سفیر او د افغانستان د ۱۹۸۸ د بندیزونو کمیټې مشر، اندریس مونتالوو سوسا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر استازي، او د ځینو مدني ټولنو استازي به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې تمه کېږي چې امنیت شورا د ۱۹۸۸ د بندیزونو کمیټې د څارنې ټیم مأموریت وغځوي. دا کمیټه د طالبانو او اړوندو ډلو د اشخاصو او ادارو په اړه د بندیزونو د څارنې مسوولیت لري.

پر دوی بندیزونه په داسي حال کې غځول کېږي چې افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې له نړیوالو فشارونو سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...