په روغتون کې مې اوومه ده. نن لومړۍ شپه ده چې د کوټې ملګری مې غلی دی، زګیروی یې نه شته. لاس مې د میز خواته تیر کړ چې موبایل راواخلم، وګورم چې څو بجې دي. بیرته مې لاس راټول کړ:
« د همدې په رڼا یې راویښ نه کړم »
په اړخ شوم. په کړکۍ باندې د راځوړندو پردو ترمنځ لیکه رڼا راتله، د پردې له لاندې هم رڼا راوتلې وه. په نوره کوټه کې تیاره وه، د همهغه یوه غږ زنګا ده چې له اولې شپې راهیسې یې اورم، نه پوهیږم د کوم ماشین دی، که د مرکزي مرکزګرمۍ دی. اوس مې غوږونه ورسره روږدي شوې دي لکه دغه شیبه که پام ورته ونه کړم ګومان کوم چې هیڅ غږ نه شته. دا ژوند همداسې دی که دې فکر ورته کاوه شی شته، که دې نه کاوه شی نه شته.
د پردو له منځه راوتلې رڼا داسې ایسي لکه د سپوږمۍ لاس مې وتپاوه، خدای خبر چې عینکي مې چیرته ایښې دي، په موبایل مې لاس ولګید، راوامې خیست کمپله مې په سر راکش کړه، د موبایل د لګیدو پر سویچ مې له اړخه ګوته ټینګه کړه، نه لګیده، کمپله مې له سره ایسته کړه، راپه زړه شو چې موبایل مې نه دی چارج کړی.
د پردو ترمنځ رڼا ته ځیر شوم، اټکل مې کاوه چې څو بجې به وي، نه پوهیدم. دا رڼا لږ رڼه نه شوه که مې سترګې باندې روږدې شوې. د کوټې د ملګري د بستر خوا تیاره راته ښکاري:
« نن څرنګه ښه ویده دی، ماته بیا ګوره چې ویښ یم نور کله به د ده د زګیروي له لاسه خوب دریدلی و»
کاشکي کړکۍ خلاصه وای چې مرغۍ چغیږي که نه چغیږي، که غږ وي سهار دی کنه شپه ده. هسې شپه په ساعت معلومو، شپه په مرغانو معلومیږي. په روغتون کې سهار د سهارنۍ له بوی څخه هم څوک حس کولی شي چې له دهلیزه د ډوډۍ بوی راځي خو دا بوی اشتها نه پاروي د دوا له بوی سره یوځای په کوټه راننوځي.
دې ملګري ته مې دې خدای خیر کړي، زه خو ورته خوشاله یم چې سړی نن شپه ښه خوب کوي هسې نه بله خبره وي، ورغلم، سر ته یې ودریدم، نه راښکاریده، لاس مې پرې کیښود، سر یې نه و له کمپلې راوتلې پښې وې چې یخې راولګیدې. نه پوهیږم چې څراغ چیرته دی، پرې غږ مې کړل:
-څرنګه یې
غږ یې ونه کړ
د دهلیز په خوا ورغلم بیرته راوګرځیدم، دوی راته ویلي و که دې څه کار و له بستر سره یو سویچ دی هغه ټینګ کړه موږ درځو دلته مه راځه، اوف موبایل هم مړ دی. په دیوال مې له وره سره لاس وتپاوه چې د څراغ سویچ پيدا کړم، پیدا شو، کوټه رڼه شوه، د کوټې د ملګري مې زګیروی شو، راته ویې ویل:
-له خوبه دې وایستم څه کوې
پرته له دې چې ځواب ورکړم څراغ مې مړ کړ خپل ځای ته راغلم. د پردې ترمنځ رڼا نه زیاتیده، نه کمیده، په اړخ شوم، په بل اړخ واوښتم، ستوني ستغ شوم نه د مرغۍ چغا شته، نه د سهارنۍ ډوډۍ بوی:
« اوف دا شپه ولې نه رڼیږي؟»
د کوټې ملګري مې راغږ کړل:
-ښه یې
په اړخ واوښتم، راټولې کړې پښې مې وغځولې.
پای