تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۲ مه) د هندوستان “سنډې ګارډین” ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي وایي هند باید له طالبانو سره خپلې اړیکې ښه کړي چې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ کمزوری شي.
د راپور له مخې، د طالبانو چارواکي وایي هند باید له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو په سوداګرۍ او نورو برخو کې پر پاکستان د افغانستان اتکا کمه شي.
په راپور کې زیاته شوې چې طالبانو په هند کې د افغانستان د سفارت لپاره نجیب شاهین، چې د طالبانو د دوحې د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین زوی دی، وړاندیز کړی دی.
راپور په کابل کې د طالبانو د جګپوړو چارواکو له خولې لیکلي چې نوی ډیلي باید ژر تر ژره له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
راپور زیاتوي چې د طالبانو چارواکو ټینګار کړی چې اوس د دې اړیکو د رسمي کولو لپاره مناسب وخت دی، ځکه د هند سیمهییزه ستراتیژي ګټوره ده او کولی شي په افغانستان کې د پاکستان نفوذ، چې د طالبانو دودیز متحد دی، کم کړي.
سنډې ګارډین همداراز ویلي چې د طالبانو چارواکي باور لري چې هند له دوی سره د خپلو اړیکو په قوي کولو سره حتي په سیمه کې د پاکستان رول له منځه وړلی شي.»
دې هندي رسنۍ لیکلي چې طالبان هیله لري چې نوي ډیلي د افغانستان د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي ترڅو په دې برخه کې ګاونډیو هېوادونو د افغانانو احتیاج کم شي، او له بلې خوا، افغان زدهکوونکو ته د زدهکړې د سکالرشیپونو لرۍ بیا پیل کړي.
هند د افغانستان له جمهوري حکومت سره نه یوازې د سکالرشیپونو په برخه کې بلکې په بیلابیلو انکشافي برخو کې ډېره مرسته کوله. د هند په مرسته په افغانستان کې ګڼ سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه او بندونه جوړ شول.
د جمهوري حکومت له پرزېدو څو میاشتې مخکې هند د کابل د اوسیدونکو د څښاک د اوبو لپاره د یوه لوی بند د جوړېدو لپاره تر سل میلیون ډالره زیاتې مرستې ژمنه وکړه.